هند کې د سیلابونو له کبله ۱۵۰ کسان وژل شوي دي
هندي چارواکي وايي د دغه هېواد په لر او بر کې د سیلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۲ ته رسېدلی دی.
چارواکي وايي میلیونونه نور کسان د خپل کور،کلي پرېښودو ته اړ شوي دي.
د دوی په وینا یوازې په شمال ختیځ اسام ایالت کې بارانونو او سیلاب ۳۴ کسان وژلي او یو اعشاریه یو میلیون خلک له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. د دغه ایالت په کازیرانګا طبیعي پارک کې له سیلابه د ژویو ژغورنې چارې هم روانې دی.
په دغه پارک کې یو شمېر داسې ژوي ساتل کېږي، چې نسل یې له منځه تلونکی بلل کېږي.
چارواکي وايي د پارک ۸۰ سلنه ساحه تر اوبو لاندې ده او د یو شمېر راینو ' یو ښکریزو ' په شمول ۱۰۰ ځنګلي ژووي وژل شوي دي.
دغه راز د لوېدیځ بنګال، بهار او هیماچل پردېش ایالتونو یو شمېر کروندې هم سیلابي اوبو لاندې کړې دي.
د هند هوا پېژندنې ادارې چارواکي وړاندوینه کوي، چې د باران دروند اورښت به همدغسې دوام وکړي.