BBC
 شاته

هالنډی میین تر ۱۰ ورځو د چینايي معشوقې له انتظاره وروسته روغتون ته ورسېد

Image copyright Weibo
Image caption سیرک چینايي رسنیو ته ویلي، چې ۲۶ کلنې ژانګ سره یې د انټرنېټ له لارې وپیژندل

معمولاً داسې فکر کېږي، چې مینه، محبت له ستړیو ستونزو سره مله وي، خو په چین کې یو هالنډی میین له سختې بدني ستړیا وروسته د عشق له لاسه روغتون ته ورسېد. ۴۱

کلن الکساندر سیرک دا وروستیو کې له هالنډه د یوې چینايي پیغلې ژانګ د لیدو په تمه د چین هونان ایالت هوايي ډګر ته ورسېد. د دوی تر منځ انلاین مینه پیل شوې وه.

دغه سړی هلته له رسېدو وروسته تر ۱۰ ورځو پورې په چانګشا هوايي ډګر کې ځکه پروت و، چې ژانګ یې لیدو ته رانغله او نوموړی ونه توانید هلته د چا خواخوږي تر لاسه کړي.

سیرک چینايي رسنیو ته ویلي، چې ۲۶ کلنې ژانګ سره یې د انټرنېټ له لارې وپیژندل او بیا یې له یوه بل سره مینه پیدا شوه. هغه وايي پرېکړه یې وکړه، چې د هغې د لیدو لپاره چین ته لاړ شي، خو کله چې د هونان ایالت هوايي ډګر ته ورسېد، هېڅوک یې لیدو ته نه و راغلي.

د هونان ځايي ټیلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، نوموړي له هوايي ډګره له وتلو انکار وکړ او له ۱۰ ورځو وروسته چارواکي اړ شول، چې نوموړی د بدني ناتواني له کبله روغتون ته ورسوي.

پر ټلویزیون د نوموړي په هکله د رپوټ له خپرېدو وروسته اغلې ژانګ ټلویزیون مرکز ته زنګ وواهه او ورته یې وویل، چې فکر یې کړی و دا هسې یوه ټوکه وه:

Image copyright weibo
Image caption اغلې ژان وايي ، کله سیرک د هونان هوايي ډګر ته رسېدلی و دا د پلاستیکي جراحۍ لپاره یوه بل ایالت ته تللې وه

'' زموږ د مینې کېسه پر مخ تللې وه، خو وروسته دی زما په اړه یو څه بې پرواه ښکارېده. بیا یې یوه ورځ د الوتکې د ټکټ انځورونه راته واستول او ما فکر کاوه هسې ټوکې کوي.''

هغې دا هم وویل، چې کله سیرک د هونان هوايي ډګر ته رسېدلی و دا د پلاستیکي جراحۍ لپاره یوه بل ایالت ته تللې وه او موبایل یې بند کړی و.

د چین ټولنیزو رسنیو کې ډېری کاروونکو د دغه سړي د ' بې ځایه کړاو ' په اړه نظرونه څرګند کړي دي.

پر وایبو نومي ټولنیزه ویبپاڼه د ' بهرنی سړی د دې لپاره چنګشا ته راغلی، چې خپله انلاین معشوقه وویني ' تر سرلیک لاندې هشټګ چلیده. یوه کس لیکلي و، ' هغه احمق دی که نه ولې به څوک داسې کوي.'

یوه بل بیا داسې لیکلي دي:

'ایا هغه نه پوهيده، چې په چین کې هر څه جعلي وي.'

یوه بل کاروونکی بیا په دې نظر و:

'ښايي نجلۍ به هوايي ډګر ته ورغلې وې، د هغه څېره به یې لیدلې وې او بېرته به کور ته ستنه شوې وي.'

ځینو نورو بیا له هغه سره خواخوږي څرګنده کړې.

یوه کس لیکلي:

Image copyright weibo
Image caption پر ټلویزیون د نوموړي په هکله د رپوټ له خپرېدو وروسته اغلې ژانګ ټلویزیون مرکز ته زنګ وواهه او ورته یې وویل، چې فکر یې کړی و دا هسې یوه ټوکه وه

''دغه سړی د خپلې مینې په اړه جدي دی او د ده له پاک احساس سره باید لوبې و نه شي.''

یو بل کس وايي:

'که یې نه غوښتل هغه سره وویني باید ورته ویل شوي وای، چې هغه خپل کور ته ستون شوی وای.'

نوموړی به د روانې اونۍ په پیل کې خپل هېواد ته ستنېده.

رپوټونو کې ویل شوي اغلې ژانګ ویلي له درملنې وروسته غواړي له هغه سره وویني او وايي اوس هم غواړي له هغه سره خپله مینه وپالي.