شاته

جوزجان کې د مخدره موادو قاچاق په تور ۲تنه نیول شوي

د جوزجان امنیتي چارواکي وایي ۲ کسان یې د مخدرو موادو د قاچاق په تور نیولي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان نن هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې له هېواد ووځي.

نوموړي وویل چې د حاجي محمد علي او حبیب الله په نومونو دغه دوه قاچاق وړونکي د بدخشان د ارګون ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.

د جوزجان چارواکي وایي چې د مخدره موادو یاد قاچاق کوونکي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مخدره موادو د تولید فابریکې درلودې.