BBC
 شاته

د سوریې پر یوه کلي د 'کلورین ګازو برید' شوی دی

Image copyright
Image caption د سوریې مدني دفاع ادارې چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې برید کې ۳۳ کسان اغېزمن شوي

سوریې کې یو ډاکټر او مرستندویان وايي، یوې چورلکې د دغه هېواد په شمال کې پر یوه کلي بېلري بمونه غورځولي، چې وايي ګومان کېږي کلورین ګاز پکې و.

پېښه د ادلیب ایالت په سراقیب سیمه کې شوې او ویل کېږي، چې ۳۰ کسان د برید له کبله اغېزمن شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه برید چا کړی. د سوریې جګړې کې ښکېل لوري پر یوه بل د کیمیاوي وسلو کاروولو تورونه پورې کوي او دواړه لوري د دغو وسلو له کاروولو انکار کوي.

د دوشنبې په ورځ دغې سیمې کې یوه روسۍ چورلکه غورځول شوې وه.

ډاکټر عبدالعزیز باریح چې سراقیب کې دنده تر سره کوي، بي بي سي ته وویل له کلورینو دوه ډک بېلرونه د دوشنبې په ورځ ناوخته پر دغه ښارګوټي غورځول شوي دي: موږ پوهیږو دا کلورین دي، ځکه دا مخکې هم دلته کاروول شوي دي او موږ یې په نښو نښانو او بوی پوهیږو. . بل لور ته د سوریې د مدني دفاع ادارې چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې برید کې ۳۳ کسان اغېزمن شوي دي. د رضاکارو مرستندویانو ټولنه وايي دوی ګومان کوي دا کلورین و، خو وايي نه شي کولای تایید یې کړي.

کلورین؟ کلورین عام صنعتي کیمیاوي مواد دي، خو د کیمیاوي وسلو کنوانسیون یې په وسلو کې کاروول ممنوع اعلان کړي دي.

د کلورین له کبله د مسموم کېدو علاماتو کې د سترګو سوی، د پوستکي سوځېدل، ساه بندي او له خولې نه په وینو د ککړو لاړو تله شامل دي.

۲۰۱۳ کال کې بي بي سي داسې کره ثبوتونه موندلي وو، چې د سراقیب اوسېدونکي د حکومتي چورلکو لخوا د کلورین ګازو په وسیله په نښه شوي وو.