شاته

وزیري: د کابل وروستۍ حمله کې وظیفوي غفلت کوونکي به سزا وویني

د افغانستان دفاع وزارت وایي،کابل کې پر سردار محمد داوود خان روغتون د برید په اړه تحقیقاتو کې که هرڅوک په وظیفوي غفلت تورن شو، لویې څارنوالۍ ته به یې معرفي کړي او سخته سزا به ورکړل شي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال د دفاع وزارت د سټراټیژیکو استخباراتو د برخې مرستیال هلال الدین هلال په مشرۍ یو کمېسیون ټاکل شوی چې د دې برید د څرنګوالي په اړه تحقیق وکړي.

ښاغلي وزیري د دې پوښتني په ځواب کې چې ایا په برید کوونکو کې بهرني اتباع هم شامل و داسې وویل:

"افغانستان کې شل تروریستي ډلې فعالیت لري، خو زه دا تور نه‎شم لګولای اوس مخکې له وخته ده، خو دا ویلای شم چې د ازبکستان افراطي ډله په افغانستان کې فعاله ده. دلته نورې شل تروریستي ډلې لکه داعش، القاعده او د ازبکستان افراطي دلې فعالې دي نو دا له امکانه لېرې نه‎ده چې په‎کې ښکیل وي خو زه اوس دا نه‎شم تائیدولای. دا به کمېسیون تائیدوي."

د کابل د چهارشنبه ورځې د برید مسؤلیت داعش ډلې اخیستی دی.

د اعماق په نوم ویب‎پاڼې چې داعش پورې اړه لري، د یو شمېر کسانو نومونه خپاره کړي چې د دوی په وینا پر سردار محمد داوود خان روغتون یې برید کړی دی. په‎دغو کسانو کې دوه تنه یې د تاجکستان اتباع ښودل شوي دي، خو افغان دولت تراوسه دا خبر نه‎دی تائید کړی.

په دې برید کې چې د افغانستان په تر ټولو لوی پوځي روغتون شوی د یو شمېر نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ۴۹ تنه وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي، خو د افغانستان د دفاع او عامې روغتیا وزارتونه د وژل شوېو کسانو شمېر ۳۰ تنه او ټپیان ۷۴ تنه یادوي.