BBC
 شاته

ډونالډ ټرمپ: کلنټن شیطانه ده؛ ښایي ټاکنو کې درغلي وشي

Image copyright getty

د ولسمشریزو ټاکنو جمهوریپال کاندید ډونالډ ټرمپ پر خپلې دیموکراتې سیالې هیلري کلنټن توندو نیوکو ترڅنګ په امریکا کې د نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلی خبرداری ورکړی. ټرمپ یوه بله ناسته کې خپله سیاله "شیطانه" بللې.

ښاغلي ټرمپ چې په اوهایو کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل، په وار وار یې اورېدلي چې سیالي به رڼه نه وي. خو ټرمپ ددې ادعا لپاره سملاسي څه شواهد نه دي وړاندې کړي.

ښاغلی ټرمپ چې د عراق جګړه کې د وژل شوي مسلمان امریکایي پوځي په تړاو د څرګندونو له امله په وروستیو ورځو کې د جمهوریپال ګوند ځینو غړو له سختو نیوکو سره مخ دی، ویلي "باید په زغرده ووایم چې ټاکنو کې د لاسوهنې اندېښنه لرم."

هغه وروسته فوکس نیوز سره مرکه کې دا تور بیا تکرار کړ.

ټرمپ په دې مرکه کې د ولسمشریزو ټاکنو نېټې ته په اشارې سره وویل، "د نومبر په ۸مه باید ډېر پام وکړو، ځکه ټاکل شوې چې د خلکو رایه کې لاسوهنه وشي. زه هیله من چې جمهوریپالان له نژدې څارنه وکړي، کنه نو زموږ حق به له موږ نه واخلي."

په داسې حال کې چې نظرپوښتنې ښيي د دیموکراتانو کاندیده هیلري کلنټن تر خپل سیال مخکې ده، څرګنده نه ده چې د ښاغلي ټرمپ لخوا د دا ډول تور مطرح کولو انګېزه څه ده. پخوا تردې امریکا کې د یوه عمده ګوند کاندید دا ډول خبرې نه دي کړې.

ځینو کتونکو ویلي، هغه خبرونه چې ګواکې د دیموکرات ګوند د مشرۍ تشکیلاتو دې ګوند کې د کاندیداتورۍ د داوطلبانو ترمنځ په پټه د هیلري کلنټن ملاتړ کاوه، ښایي له دې موضوع د ډونالډ ټرمپ د ګټه اخستو انګېزه وي.

ډونالډ ټرمپ همداراز خپلو خبرو کې هیلري کلنټن "شیطانه" وبلله. هغه وړاندې مېرمن کلنټن "فرېبکاره" بللې وه خو په وروستۍ وینا کې یې له مېرمن کلنټن نه د ولسمشرۍ کاندیداتورۍ لپاره د دیموکرات بل داوطلب برني سېنډرز ملاتړ ته په اشارې سره وویل، "سېنډرز له شیطانې سره معامله کړې، هغه (کلنټن) شیطانه ده او سېنډرز له شیطانې سره معامله کړې ده."

Image copyright AP
Image caption برني سېنډرز دمېرمن کلنټن ملاتړ وکړ

د ډونالډ ټرمپ منتقدان وایي، هغه د خپلو پلویانو احساساتو پارولو لپاره په ټاکنیز کمپاین کې د عامو خلکو د خوښې وړ تګلارې غوره کولو سره کله له مبالغې ډکو او جنجالي خبرو ته مخه کړې چې دومره مستندې نه دي.