BBC
 شاته

د هلمند والي ویاند: د طالبانو نومول شوی والي ووژل شو

Image copyright HMIC

د افغانستان د سوېلي ولایت هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي، د هلمند لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي او پوځي قومندان له خپلو ۱۶ ملګرو سره وژل شوی.

ښاغلي ځواک د سه شنبې په ورځ (اسد/زمري ۱۲مه) بي بي سي ته وویل، ملا عبدالرحیم تېره ورځ مازدیګر مهال په نادعلي ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې وژل شوی. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

هغه زیاته کړه؛ د نادعلي ناارامه ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي برید سره هممهاله، ځمکني عملیات هم پیل شوي ترڅو هغو سیمو د دولت ولکه بېرته ټینګه شي چې تيرو دوو ورځو کې امنیتي ځواکونو ترې "تکتیکي شاته تګ" کړی او د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

د ښاغلي ځواک په وینا، دولتي ځواکونو له دوو پوستو شاته شوي و او ۲۴ ساعته د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په دغه سیمه کې جګړه وه.

هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو پروړاندې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو سره د جګړې لوری د دولتي ځواکونو په ګټه اوښتی او د وضعیت کنټرول یې ترلاسه کړی.

Image copyright HMIC

طالبانو تېره ورځ ادعا وکړه چې نادعلي کې ددې ډلې د اورپکو مخته تګ سره، ۴۶ پولیس دې ډلې ته "تسلیم" شوي.

خو ښاغلي ځواک ددې ادعا د ردولو ترڅنګ وویل، یو شمېر پولیس چې په دې سیمه کې طالبانو سره جګړې پرمهال بې درکه شوي و، اوس ورسره اړیکه ټینګه شوې او د هغوی د ژغورنې عملیات په بریالیتوب مخته ځي.

د هلمند د والي ویاند ددغو پولیسو د شمېر او د هغوی د موقعیت په اړه له معلوماتو ډډه وکړه.

هلمند د افغانستان په سوېل کې له ناارامو ولایتونو دی چې طالبان یې ځینو برخو کې نفوذ او حضور لري او کله ناکله پر دولتي ځواکونو او ادارو بریدونه کوي.

هلمند همداراز په افغانستان کې د نشه یي توکو ترټولو لوی تولیدوونکی ولایت دی چې د دولتي سرچینو په وینا، د نشه یي توکو تولید او قاچاق پکې د طالبانو د عوایدو اصلي سرچینه ده.