BBC
 شاته

هلمند کې د لسګونو لادرکه شوو سرتېرو نامعلوم برخلیک

Image copyright HMIC
Image caption د نادعلي ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

په داسې حال کې چې د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې د نژدې ۵۰ افغان پوځيانو د لارکه کېدو پر خبر ۲۴ ساعته تېر شوي، په سیمه کې امنیتي ځواکونه وسله والو ته د امنیتي کسانو د تسلمیېدو خبره نه مني، خو وايي له ۳۰ سرتېرو سره یې اړیکه پرې شوې ده.

له کندهاره د بي بي سي خبریال مامون درانی په خپل رپوټ کې وايي، سیمه کې امنیتي ځواکونه وسله والو ته د امنیتي کسانو د تسلیمېدو خبره نه مني، خو وايي، له ۳۰ امنیتي ځواکونو سره يې اړیکه پرې شوې ده.

بل لور ته د دغې ولسوالۍ د ټولنیزې شورا مشر محمد نبي الفت وايي تر ‍۵۰ پورې پولیسو او پوځیانو په دې شرط چې خوندي لاره به ورکول کېږي وسلې پر ځمکه ایښې دي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک بیا وسله والو ته د سرتېرو د تسلمیدو خبر ردوي او وايي دوی هم ګنګوسې اورېدلې، چې ګواکې ۳۰ یا ۵۰ حکومتي سرتېرې بې درکه دي، خو وايي داسې کوم رپوټ نه دی ورته رسېدلی، چې دغه سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي. نوموړی زیاتوي، چې نادعلي کې امنیتي ځواکونو د طالبانو په شا تمبولو لپاره په جګړه بوخت دي.

د ټولنیزې شورا مشر بي بي سي ته وویل، دا معلومات يې د قومي مشرانو او د دغو ځواکونو له کورنیو ترلاسه کړي دي. نوموړی وايي، تسلیم شویو کسانو کې ۱۳ پوځيان او نور ملي او محلي پولیس شامل دي.

د نادعلي ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي. بل لور ته ځايي چارواکي وايي د جګړې مهار لپاره یې سیمې ته ځانګړي ځواکونه استولي دي.

چارواکي وايي تېره شپه یې په سیمه کې یو شمېر هوايي بریدونه هم کړي دي. د چارواکو په وینا دغو بریدونو کې نژدې ۱۶ وسله وال وژل شوي او تر ۱۰ ډېر وسله وال ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي په جګړه کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او درې ټپیان دي. نادعلي د مرکز لشکرګاه لپاره د دیوال حیثیت لري. دغه سیمه له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان ځواکونو او حکومت مخالفو وسله والو تر منځ د جګړې ډګر پاتې شوی دی.

تېره ورځ د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي وو، چې ''د هلمند نادعلي ولسوالۍ له مرکز سره نژدې سیمه کې ۳۷ تنه عسکر او پولیس له خپلو وسلو سره دوی ته تسلیم شول''.

خو وروسته نوموړي ولیکل، چې د تسلیم شوو عسکرو او پولیسو شمېر ۴۶ ته ورسېد.