BBC
 شاته

د امریکا ګډو ځواکونو مشر ترکیه کې ناکامه پوځي کودتا غندلې

Image copyright AFP
Image caption د ترکیې لومړي وزیر ویلي، د کودتا ترهڅې وروسته ځپلو کې ښايي په ځینو برخو کې افراط شوی وي.

په داسې حال کې چې واشنګټن له انقرې سره د ترېنګلتیا کمولو هڅه کوي، د امریکا تر ټولو لوړپوړي پوځي چارواکي له ترکیې نه د کتنې پرمهال په دې هېواد کې ناکامه پوځي کودتا غندلې ده.

د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفورډ په پلازمېنه انقره کې د ترکیې له لومړي وزیر بن علي ییلدیریم سره وکتل.

ترکیه له خپلو نړیوالو ملګرو په دې خپه ده چې د کودتا کوونکو د غندلو پرځای یې ناکامې کودتا ته د اردوغان دولت پر غبرګون په بیړه نیوکې وکړې.

ښاغلي ییلدیریم په دې کتنه کې له کودتا وروسته ځینې تېروتنې ومنلې.

د هغه دفتر د یوې وینا په خپرولو سره وویل، جنرال ډنفورډ د کودتا هڅه وغندله او ددې لپاره انقرې ته راغلی چې د ترکیې له دیموکراتیک نظام او خلکو ملاتړ وکړي.

ښاغلي ییلدیریم وویل: "مهمه دا ده چې متحده ایالتونه، دولت او زموږ ملګری، زموږ پر دیموکراسۍ او هېواد د ترهګریزې کودتا پرضد څرګند او پرېکنده دریځ وښي."

د امریکا د ګډو ځواکونو د مشر ویاند سروان ګرېګ هېکس تردې کتنې وړاندې تایید کړه چې جنرال ډنفورډ "د کودتا وروستۍ هڅې په کلکه غندلو پیغام راوړی."

په ورته وخت کې انقره کې ځینو لاریون کوونکو د هغه پرضد شعارونه ورکړل: "کودتاچی ډنفورډه له ترکیې ووځه" او "ډنفورډه لاړ شه کور ته. فتح الله ګولن وسپاره".

ترکیې د امریکا حکومت هڅولی چې ناراضه روحاني فتح الله ګولن چې هغه د کودتا په لارښوونې تورنوی، انقرې ته وسپاري. ښاغلي ییلدیریم دا غوښتنه یو ځل بیا د دوشنبې ورځې په کتنه کې یاده کړه. ښاغلی ګولن د ترکیې دولت دا تور ردوي.

د ترکیې دولت تر ناکامې کودتا وروسته له پوځ، قضایي ادارو، دولتي سازمانونو او تعلیمې ادارو زرګونه کسان ویستي یا هم نیولي دي.

د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي ییلدیریم په خپلو خبرو کې وویل، د کودتا ترهڅې وروسته ځپلو کې ښايي په ځینو برخو کې افراط شوی وي.

هغه وویل، "یقینا چې د هغوی په منځ کې داسې کسان شته چې ورسره ناعادلانه سلوک شوی دی."

جنرال ډنفورډ همداراز ترکیه کې د اینجرلیک له پوځي هوایي هډې هم لیدنه کړې چې امریکا یې سوریه کې د داعش پرضد عملیاتو لپاره کاروي.

د داعش له اورپکې ډلې سره جګړه کې د ترکیې رول چې د ناټو تړون غړی هېواد دی، هم ګڼل کېږي.

د ترکیې چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، ټول هغه سرتېري یې نیولې چې د کودتا پرمهال د ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیولو مسوول ټاکل شوي وو.

ځانګړو ځواکونو د پوځ ۱۱ سرتېري د دوشنبې په شبه په یوه ځنګل کې ونیول.

بلخوا ترکیې په انقره کې د جرمني سفارت شازدافیر احضار کړی چې د جرمني کلن کې د ترک توکمو اعتراضي ناسته کې د رجب طیب اردوغان د ویډیویي وینا خپرولو مخنیوي په تړاو توضیحات ورکړي.

د یکشنبې په ورځ په دغه ښار کې لږ ترلږه ۳۰ کسانو ترکیه کې د کودتا پرضد او د ترکیې دولت په ملاتړ لاریون وکړ. ښاغلي اردوغان غوښتل د ویډیويي اړیکې له لارې کلن ښار کې راټولو شویو کسانو ته وینا وکړي، خو د جرمني د اساسي قانون محکمې د شنبې په ورځ ددغې وینا خپرول منع کړ.