BBC
 شاته

هغه سمڅې چې د لرغونو انسانونو له راوزونو پرده پورته کوي

د اروپا جنوبي سمندرغاړي کې ځينې سمڅې څنګه د لرغونو انسانونو له راوزونو پرده پورته کوي. د اسپانيا له سمدرغاړي سره څېرمه د جبل طارق غره تل کې د غارونو يوه لړۍ، د يونسکو نړيوال ميراث کې شامل شوی دی. د ملګرو ملتونو د زده کړې، پوهنې او کلتور ټولنې د غارونو دې ځای ته ځکه د نړيوال ميراث لقب ورکړی چې د لرغونو انسانانو په اړه معلومات ورکوي. دوی روښانوي، چې اوسني انسانان د لرغونې زمانې له منځه تللي نسل سره له هغه څه ډېر شريکوي، چې اټکل یې کېده.