BBC
 شاته

له بهرني شرکت سره د کابل ښاري نظم لپاره څلور هوکړې

Image copyright
Image caption د دې پروژو په پلي کېدلو سره به د ترافیکو ګڼه ګوڼه او په لارو کې به د کابل ښاریانو وخت نه ضایع کېږي عبدالله حبیب زی

کابل ښاروالۍ له یوه بهرني شرکت سره د ښاري نظم په برخه کې څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

دغه شرکت به په ښار کې د ګڼې ګوڼې د کنټرول، د ملي بسونو ټرانسپورټي سیستم جوړولو، د سړکونو رغولو او د څلور لارو ډیزاین په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي.

د کابل ښاروالۍ او د خطیب العالمي په نوم یوه عربي شرکت تر منځ هوکړه لیکونه نن د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک شول.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی وايي چې دغه شرکت به د کابل ښار له ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې د ۱۱۱ کیلومترو په اوږدوالي د ښاري بسونو سیستم جوړولو په برخه کې مرسته کوي.

د ښاغلي حبیب زی په وینا، د ښاروالۍ د کادرونو روزل، له ۲۰ کیلومترو د ډېر سړک جوړولو څېړنه، د کابل ښار د وزیر اباد کانال جوړولو په ګډون د اوبو مدیریت او د زېربناوو جوړول په دې پروژه کې شامل دي:

''د دې پروژو په پلي کېدلو سره به د ترافیکو ګڼه ګوڼه او په لارو کې به د کابل ښاریانو وخت نه ضایع کېږي. پخوا چې یو کس په یو ساعت کې لا ر وهله له دې پروژو پلي کېدلو وروسته به یې په ۲۰ دقیقو کې کچ کوي. خلک به ۲۴ ساعته ټرانسپورت ولري، په کابل ښار کې به ککړتیا کمه شي، چې هر کال تر دریو زرو پورې کسان وژني.''

ورسره به د باران له اوبو د زیرمې په ډول کار واخیستل شي، جامد کثافات به له ښاره په ښه ډول بهر لېږدول او ور سره به کابل ښار پاک شي.

ښاغلی حبیب زی زیاتوي، له ښاري ټرانسپورټ پرته دا پروژې د کابل ښاروالۍ د کورني عاید او بهرنیو مرستیندویانو په مرستو پلې کېږي.

خطیب العالمي شرکت چې په نړیواله کچه په ۴۴ هېوادونو کې کار کوي، په لومړي ځل افغانستان ته د کار لپاره لاس اوږدوي او مرستیال مشر یې وايي، په راتلونکي کې هم له افغان چارواکو سره د ورته تړونونو نیت لري.