شاته

اصغرستانکزی:افغانستان به کرکټ کې له دې هم لوړ مقام ته ورسو

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغرستانکزی وايي چې دا وخت افغانستان چې په یو ورځني کرکټ کې لسم ،شل اوریز کرکټ کې نهم او د لوېو وچو په ټیسټ کرکټ کې لومړی مقام لري، نو دوي به هڅه کوي چې دې نه لوړو مقامونو ته ورسي.

په هالینډ کې د کرکټ د څلور ورځنۍ سیالۍ گټلو نه پس امریکا غږ سره په ټیلفوني مرکه کې اصغر ستانکزي وویل چې د کرکټ د ملي ټیم وړتیا ورځ تر بلې زیاتیږي،پخوا به مو چې اروپا ته سفر درلودو نو دومره زیات به نه ځلیدو،خو دا ځل مو سکاټ لینډ ته په سکاټ لینډ ته او هالینډ کې هالینډ کې ماتې ورکړه او ایر لینډ سره مو د پینځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ مساوي پای ته ورسوله.

افغانستان دا وخت د کرکټ یو ورځني کرکټ کې په لسم او شل اوریز کې په نهم مقام ولاړ دی

افغانستان دا وخت د کرکټ یو ورځني کرکټ کې په لسم او شل اوریز کې په نهم مقام ولاړ دی

د کرکټ د ملي ټیم کپتان د خپلې شخصي لوبې په اړه د مینه والو انتقاد په ځواب کې وویل چې په کرکټ کې داسې کیږي چې کپتان کپتاني ښه کوي خو خپلې لوبې ته ېې سم پام نه وي، هغه وايي چې ځینو لوبو کې د بې وخته سوزیدو او بې احتیاطئ مسولیت مني او مینه والو ته ډاډ ورکوي چې راتلونکو لوبو کې به خپل لوبه ښه کړي.

اصغر ستانکزي د ځوان لوبغاړو د لوبې ستاینه وکړه او وې ویل چې د اروپا په سفر کې د ځوان لوبغاړو ځلیدل د افغانستان د کرکټ د ایندې دپاره یو ښه زیری دی.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د اروپا د یوې میاشتې د سفر نه پس د اگست په دریمه نیټه بیرته هیواد ته ستیږي ،په کابل کې د اگست د نهمې نیټې نه د شپږیزې کرکټ شل اوریزې سیالیو ملي ټورنامنټ پیلیږی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.