BBC
 شاته

د ترکیې کودتا: د اردوګان نیولو هڅه کونکي پوځيان نیول شوي

Image copyright Reuters
Image caption پوځیان په ځنګله کې پټ وو، چې ښکاري کلیوالو وموندل

ترکي چارواکي وايي له یوه پرته یې هغه ټول پوځیان نیولي، چې د تېرې میاشتې ناکامې کودتا پر مهال یې د ولسمشر رجب طیب اردوګان د نیولو هڅه یې کړې وه.

ځانګړو ځواکونو مارماریس سیمه کې له دوو اونیو لټون وروسته ۱۱ پوځیان نیولي دي.

ښاغلي اردګان د کودتا په شپه سویل لوېدیځه ترکیه کې رخصتۍ تېرولې، خو پر هوټل یې له برید مخکې له هغه ځایه وتلی و.

رپوټونه وايي، دغه فراري کسان په یوه ځنګله کې نیول شوي دي. پوځیان په ځنګله کې پټ وو، چې ښکاري کلیوالو وموندل. ویل کېږي د دغو پوځیانو نیولو پر مهال ډزې شوې دي، خو د کوم زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د کودتا له ناکامۍ وروسته اردوګان حکومت هغه ګڼ کسان نیولي، چې له کودتا سره د تړاو شکونه پرې کېدل.

Image copyright AFP
Image caption ښاغلي اردوګان اعلان وکړ، چې پوځي اداره کې به په بشپړ ډول اصلاحات راولي، چې د چارو کنترول یې د ملکي ادارې لاس ته ورشي

له ملکي، پوځي، قضاییه او تعلیمي ادارو لسګونه زره کسان نیول شوي، له دندو ګوښه شوي او یا یې دندې ځنډول شوې دي. د تېرې اونۍ وروستیو کې ښاغلي اردوګان اعلان وکړ، چې پوځي اداره کې به په بشپړ ډول اصلاحات راولي، چې د چارو کنترول یې د ملکي ادارې لاس ته ورشي.

بل لور ته ترکیې حکومت په دغه هېواد کې د جرمني شارزدافیر غوښتی، چې په کولن کې یوې غونډې ته د ښاغلي اردوګان د ویډیويي وینا مخنیوي په اړه سپیناوی ورنه وغواړي.

کولن پولیسو لومړی په غونډه کې د یوې لویې پردې لګولو مخنیوی وکړ، خو وروسته ځايي محکمې د پردې لګولو اجازه په دې شرط ورکړه، چې یوازې په غونډه کې شته کسان کولای شي له دغې لارې وینا وکړي.

د جرمنې سترې محکمې هم له استناف غوښتنې وروسته دغه پرېکړه تایید کړه. جرمني کې نژدې درې میلیونه ترکان ژوند کوي، چې دې سره جرمني له ترکیې وروسته دویم هغه هېواد دی، چې ګڼ ترکان پکې مېشت دي.