شاته

ټرمپ: د ځینو مظاهرو ترشا د اوباما لاس دی

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي هغه فکر کوي چې د جمهوري غوښتونکو ګوند د استازو پر ضد د ځینو مظاهرو تر شا د مخکني ولسمشر بارک اوباما لاس دی.

ښاغلي ټرمپ د امریکا د فاکس نیوز چاینل سره په خپلې تازه مرکې کې د هغه پر ضد د وروستیو مظاهرو په اړه وویل "زه فکر کوم چي ولسمشر اوباما یي تر شا دی ځکه چې د هغه خلک یې تر شا دي". دا مرکه د سه شنبې په ورځ خپره شوه.

په دې وروستیو کې د واشنګټن په ګډون د امریکا په ځینو لویو ښارونو کې د ښاغلي ټرمپ د ځینو پلانونو پر ضد لویې مظاهرې وشوې.

د بېلګې په ډول امریکا ته د ځینو مسلمانو هېوادونو د وګړو پر راتګ له بندیز لګولو وروسته، خلکو د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې او د هغه دا پلان یې وغنده.

ډیموکرات ګوند چې مخکنی ولسمشر اوباما یې هم غړی دی، د دغه پلان قوي مخالفت کوي. تراوسه په خپله ولسمشر اوباما د ښاغلي ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د سپني ماڼۍ افشا شوي معلومات

ښاغلي ټرمپ دا خبره هم وکړه چې شاید د سپينې ماڼۍ څخه د ځینو معلوماتو په افشا کولو کې هم په سپینې ماڼۍ کې دننه اوباما ته د ځینو ژمنو کسان لاس وي.

د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې ښاغلي ټرمپ ویلي "زه په دې سیاست پوهیږم. د دغه کار تر شا د هغه- بارک اوباما- لاس لرل هم سیاست دی. او ښايي دا به روان وي".

نوموړي وايي هغه ته دا کارونه د حیرانۍ وړ نه دي. هغه وویل په امریکا کې د ناقانونه کډوالو په شړلو کې هغه تر اوباما ډېر سخت دریځ لري او وویل" زه هغه شیان بدلوم چې اوباما غوښتل وې کړي".

ښاغلي ټرمپ دا خبرې په کلکه رد کړې چې ګنې له سپینې ماڼۍ څخه ډېر معلومات افشا شوي او د هغه ویاند، شان سپایسر، د دغه کار پړه پر خپلو ځینو کارکوونکو اچولې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند سپایسر د یو پلان د جزیاتو له افشا کېدو وروسته اضطراري غونډه کړې وه او ځیني تیلیفونونه یې هم چک کړل چې معلومه کړي معلومات افشا شوي. ټرمپ وايي د سپایسر په دې کار خوښ دي.

په دې وروستیو کې د سپینې ماڼۍ څخه ځیني هغه معلومات افشا شول چې سپینې ماڼۍ یې په اړه معلومات یا ورکړي نه وو او یا یې نه غوښتل چې ورکړي. د بېلګې په ډول د ولسمشر ټرمپ او د اسټرالیا د صدراعظم خبرې، چې رسنیو ته ووتلې.