BBC
 شاته

سپېس اېکس ګرځندویان د سپوږمۍ شاوخوا ګرځوي

سپېس اېکس د فضایي ټکنالوژۍ یو خصوصي شرکت دی چې هڅه کوي د فضانودۍ په صنعت کې بدلون راولي د انځور حقوق ESA
Image caption سپېس اېکس د فضایي ټکنالوژۍ یو خصوصي شرکت دی چې هڅه کوي د فضانوردۍ په صنعت کې بدلون راولي

د امریکا یوه خصوصي فضایي شرکت سپېس اېکس اعلان کړی چې په ۲۰۱۸ کال کې دوه کسان په توریستي ماموریت د سپوږمۍ شاوخوا ګرځوي.

د سپېس اېکس مشر اېلون موسک ددغو کسانو نوم نه دی افشا کړی، خو ویلي یې دي چې هغوی دغه شرکت ته مراجعه کړې او چمتووالی یې ښوولی چې د سفر لګښتونه به ورکړي.

ټاکل شوې ددغو دوو ګرځندویانو لېږدوونکې فضایي سفینه نژدې یوه اونۍ په فضا کې پاتې شي، د سپوږمۍ شاوخوا وڅرخېږي او ځمکې ته له ګرځېدو وړاندې د فضا ژوره وویني.

د سپېس اېکس شرکت په یوه وینا کې چې په دې اړه یې خپره کړې لیکلي؛ دوه کسان چې ددې پروګرام په لړ کې فضا ته سفر کوي، د اپولو په څېر ستور مزلي دي چې فضا ته "له ځان سره بشري خیالونه او هیلې" وړي.

هغوی ویلي ددې توریستي سفر لپاره، لومړی ددې کسان روغتیایي وضعیت ارزول کېږي او بدني ازمایښتونه هم ترسره کېږي.

ددې فضایي سفر لپاره لومړنۍ زده کړې به په روان کال کې پیل شي.

+ ساینسپوهان غواړي فضا کې یو هېواد جوړ کړي

+ ناسا د ځمکې په اندازه اووه نوې سیارې موندلي

ددغه شرکت په وینا نورو ډلو هم د دا ډول سفر غوښتنه کړې وه او تمه کېږي تر دې الوتنې وروسته، ډېر شمېر کسان فضا ته واستول شي.

ناسا وکولی شو په ۱۹۶۹ کال کې د لومړي ځل لپاره دوه ستور مزلي سپوږمۍ ته واستوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي اېلن ویلي "موږ هڅه کوو چې خطرونه تر ټولو ټیټې کچې ته ورسوو"

سپېس اېکس شرکت په جنورۍ میاشت کې وکولی شول د فالکن ۹ توغندی په بریالیتوب سره له کلیفورنیا نه فضا ته واستوي.

د هغوی یوه وړاندې تجربه بریالۍ نه وه او توغندی یې تر توغول کېدو وروسته وچاودېد.

د امریکا فضایي ادارې په یوه وینا کې وویل: "ناسا تر یوې لسیزې د ډېرې مودې لپاره په خصوصي صنایعو کې پانګونه کړې ده ... ترڅو د بشر راتلونکي مخته وړلو لپاره د نوښتونو تخم وکرل شي."

ایلن مسک کا کہنا تھا کہ امریکہ کی خلائی ایجنسی ناسا کے تعاون سے ہی یہ منصوبہ ممکن ہو سکا ہے۔

اېلن موسک وویل؛ دا سفر د امریکا فضایي ادارې (ناسا) په مرسته ممکن شوی دی.

هغه څرګنده کړه چې دا لومړني ګرځندویان پوهېږي چې په دې کې خطر شته. "موږ هڅه کوو چې خطرونه تر ټولو ټیټې کچې ته ورسوو، خو لمنځه نه وړل کېږي."