BBC
 شاته

د وژل شوي امریکايي پوځي پلار له ټرمپ سره لیدل نه غواړي

د انځور حقوق CAPT JASON SALATA
Image caption ۳۶ کلن اوینز واده کړی او درې ماشومان لري. نوموړی د ځانګړو عملیاتو د مشترکې قوماندې اړوندو سمندري ځواکونو غړی و.

تېره میاشت یمن کې د القاعدې شبکې یوه مرکز کې د وژل شوي امریکايي پوځي ویلیم ریان اوینز پلار وايي، له یمن نه د خپل زوی د مړي د رسېدا پرمهال د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره نه ګوري.

دغه سړي یوه پادري ته ویلي "په بښنې سره، نه غواړم هغه ووینم."

د تېرې جنورۍ پر اته ویشتمه د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ پرمهال یمن کې د امریکا لومړی هوايي برید وشو.

د ویلیم ریان اوینز پلار بیل اوینز "میامي هیرالډ" ورځپاڼې ته ویلي حکومت "باید زم د زوی د مړینې په اړه څېړنې وکړي."

نوموړی زیاتوي "ولې دقیقاً په دې وخت دا کم عقلانه کار وشو، حال دا چې د هغه د ولسمشرۍ یوه اونۍ نه وه تېره شوې؟ ولې؟."

د امریکا جمهوریپال ګوند کې اختلافونه 'ډېر شوي'

اوباما: ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ وړتیا نه لري

دی وايي "له دې برید دوه کاله وړاندې د یمن خاوره کې امریکايي پوځيان هېڅ نه وو، ټول ماموریتونه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو له خوا ترسره کېدل، ځکه چې هلته داسې هدف نه و چې د ایکي یوازې یوه امریکايي پوځي له ژوند سره دې مساوي وي. ایا اوس اړ یو دا ټول څه وزغمو؟."

اټکل دی چې واک ته د ټرمپ له رسېدو اوه ورځې وروسته په دغه برید کې د ماشومانو په ګډون ګڼ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

درې نور امریکايي پوځيان په برید کې ټپیان شوي هم دي.

د امریکا د ځانګړو سمندري ځواکونو یوه مخکیني چارواکي "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې ته ویلي: "دوی ان له سره پوهېدل چې دا برید ناکام دی."

اوینز وايي، ده ته خبر ورکړل شو چې زوی یې عربي ټاپو وزمه کې له القاعدې شبکې سره په سختو نښتو کې وژل شوی دی.

د وژل شوي پوځي مړی د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د امریکا "ډوفر" پوځي اډې ته د امریکا بیرغ کې پېچلي تابوت کې ولېږدول شو او د خښلو ځانګړي مراسم ورته جوړ شوي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ په نا اعلان شوي سفر د وژل شوي امریکايي پوځي جنازې ته ورغوښتل شوی و

اوینز وايي، دی خبر شو چې هلته ټرمپ او د هغه لور ایوانکا هم د تګ په حال کې وو.

دی وايي "ما ورته وویل ددې مسلې له کبله لویه د لویې غوغا جوړېدو لامل شم، خو زما ضمیر له هغه سره خبرو کولو ته اجازه نه راکوي."

اوینز، چې پخوانی جنګیالی هم دی، "میامي هیرالډ" ورځپاڼې ته ویلي، د ټاکنیز کمپاین پرمهال د یوه وژل شوي امریکايي پوځي د کورنۍ په اړه د ټرمپ خبرو دی سربداله کړ.

۳۶ کلن اوینز واده کړی او درې ماشومان لري. نوموړی د ځانګړو عملیاتو د مشترکې قوماندې اړوندو سمندري ځواکونو غړی و.