نوکیا ۳۳۱۰ تر ۱۷ کلن ځنډ وروسته یوځل بیا
د نوکیا ۳۳۱۰ بیا بازار ته راوتلو هوډ شوی. دا لومړی ځل دی چې دا ټیلېفون له جوړښت ۱۷ کاله وروسته یوځل بیا د ټکنالوژۍ بازار ته راوځي.
ګڼ خلک دا ټیلېفون د ډېرو مینه والو او کلکوالي له کبله د ګرځنده ټیلېفون په تاریخ کې "نمونه" ټیلېفون ګڼي.
په ۲۰۰۵ کال ددغه ټیلېفون د تولید له درولو وړاندې، ۱۲۶ میلیون نوکیا ټیلېفونونه جوړ شوي وو.
مایکرو سافټ د نوکیا موبایل کاروبار پېري
مایکروسافټ د انډرویډ په سیستم موبایل جوړوي
ددغه ټيلېفون نوې بڼه، چې د فنلنډي "ایچ ایم ډي ګلوبل" شرکت د جوازلیک په مټ به خرڅېږي.
ځینو کارپوهانو ویلي، دا د نوکیا د تولید وړاندې کولو غوره لار ده.
د ټکنالوژۍ د پانګونې سي سي ایس شرکت بن ووډ من ویلي: "په بازار کې د ۳۳۱۰ ډول لومړی ټولو خوښ تولید و، ګڼ خلک لاهم ددغه ټیلېفون لرلو مینه وال دي. که شرکت یوازې د ځیرک ټیلېفون تولیدول اعلان کړي، نو یوازې د ورځپاڼو سرلیکونو کې به یې خبر راشي، نو د نوي ټول خوښو ټیلېفون لپاره باید چټک ګامونه واخیستل شي، زموږ هیله دا ده چې ډېر خرڅلاو ولري."
بازار ته د نوي ټیلېفون وړاندې کولو اعلان په بارسلونا کې د ګرځنده ټیلېفونونو د "موبایل ورلډ کنفرانس" نندارتون له جوړېدا وړاندې په ډاګه شوی دی.
"ایل جي"، "هواوي" او ولینوو" شرکتونو هم د نویو تولیداتو وړاندې کولو اعلان کړی.
وړاندې نوکیا ګرځنده ټیلېفونونه نه جوړول، خو پرځای یې د "ویتنګس" سوداګریز نښان لرونکي مخابراتي توکي او د عکاسۍ کامرې او طبي توکي جوړول.
قوي بېټرۍ
۳۳۱۰ ځیرک ټیلېفون نه ګڼل کېږي؛ ځکه چې محدودې انټرنېټي اسانتیاوې لري.
په دې ټیلېفون کې ۲٫۵ جي د کارولو وړ دی، چې له تري جي او فورجي شبکو ډېر شاته او ورو دی.
په دې ټیلېفون کې S30+ چلیځ سیستم کارول کېږي، د انټرنېټ لټون هم لري، خو د انډرویډ او iOS په پرتله ډېرو کمو کاریالونو (اپلېکېشنونو) کارولو ته اجازه ورکوي.
سامسنګ: تر ۳ میاشتو به مو ۲۵٪ ګټه کمه شي
ددغه ټیلېفون ایله یوه کامره هم یوازې دوه مېګا پیکسله وړتیا لري، خو بېټرۍ یې بیا ډېر چارج ساتي، چې د تولیدوونکي شرکت په وینا، کار ته چمتو حالت یا "سټنډبای" کې تر دوو میاشتو پورې دوام کوي او ۲۲ ساعته خبرې ورباندې کېدای شي.
د یاد ټیلېفون بیه به ۵۱٫۷۵ ډالر وي.
د تولیدوونکي شرکت اجراییوي مشر ارټو نومیلا بي بي سي ته وویل "دا تر ډېره د ډیجیټل فعالیتونو یا رخصتۍ کې کاروونکي او د زنګ وهلو ټیلېفون ته ورته دی".
دا ټیلېفون د "مار" کلاسیکه لوبه هم لري، خو په عصري بڼه.