BBC
 شاته

ټرمپ دفاعي بودیجه کې د 'تاریخي زیاتونې' ژمنه کړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption اټکل دی چې ولسمشر به د مارچ میاشتې تر نیمايي پورې د اټکل شوې بودیجې نهايي کول اعلان کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دفاع وزارت (پنتاګون) د ۲۱۰۸ کال په بودیجه کې د "تاریخي ډېرونې" وړاندیز کړی، چې وايي تر ۵۴ میلیارد ډالرو (۱۰ سلنې) پورې باید بودیجه ډېره کړل شي.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي، ټرمپ هیله لري چې د بودیجې د ډېرولو په تړاو یې دا وړاندیز د کانګرس له خوا تایید کړل شي.

اټکل دی چې ولسمشر به د مارچ میاشتې تر نیمايي پورې د اټکل شوې بودیجې نهايي کول اعلان کړي.

ټرمپ سپینه ماڼۍ ک له چارواکو سره په ناسته کې وویل، دا بودیجه به تر ډېره "پر پوځ، امنیت او اقتصادي پراختیايي چارو" ولګوله شي.

د امریکا کانګریس ۱۱۰۰ میلیارده ډالره بودیجه تصویب کړه

'د امریکا پوځي بودیجه د ګردو هېوادونو تر بوديجې زیاته ده'

نوموړي ټینګار کړی، چې په دې بودیجه کې به پاموړ دفاعي لګښتونه هم په پام کې ونیول شي، چې په وینا یې په دې سره به "د امریکا متحدو ایالتونو لازمې دفاعي وړتیاووې سمې ورغولې شي."

د امریکا متحده ایالتونه تر هر بل هېواد ډېره پر دفاعي چارو ډېره بودیجه لګوي، چې یوازې د دفاعي چارو کلنۍ بودیجه یې ۶۰۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

جمهوریپال جان مک کین وايي، ۶۰۳ میلیارد دفاعي بودیجه، چې د سپینې ماڼۍ د چارواکو له خوا وړاندیز شوې ده، بس نه ده.

په نوې وړاندیز شوې بودیجه کې ټولنیزه او روغتیايي بیمه نه ده شامله.

دفاعي بودیجه (میلیارد ډالر) کال
۵۴۳ ۲۰۱۷
۵۳۴ ۲۰۱۶
۴۹۶ ۲۰۱۵
۴۹۶ ۲۰۱۴
۴۹۵ ۲۰۱۳
۵۳۰ ۲۰۱۲
۵۲۸ ۲۰۱۱
۵۲۸ ۲۰۱۰
سرچینه: د امریکا دفاع وزارت

ټرمپ وايي: "په لږو پیسو به ډېر کار وکړو."

کانګرس، چې ډېری واک پکې د جمهوریپالو دی، باید دغه بودیجه تصویب کړي. اټکل دی چې د ټرمپ د بودیجې دا وړاندیز د دیموکراتانو له قوي مخالفت سره مخامخ شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا متحده ایالتونه تر هر بل هېواد ډېره پر دفاعي چارو ډېره بودیجه لګوي، چې یوازې د دفاعي چارو کلنۍ بودیجه یې ۶۰۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د کانګرس غړې نیتا لووي، چې د کورجوړونې د کمېټې مشري کوي ویلي، د ټرمپ پلان د کار کوونکو کورنیو لپاره ویجاړوونکی دی:

"د هغو خدمتونو ساتنې او پانګونې د ملاتړ لپاره به موږ خپله ټینګه مبارزه وکړو، چې د هېواد په لروبر کې د سیمه ییزو ټولنو د زیار ایستونکو امریکايي کورنیو لپاره ضروري ګڼل کېږي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کانګرس غړې نیتا لووي، د ټرمپ پلان د کار کوونکو کورنیو لپاره ویجاړوونکی بللی

اوباما د بودیجې د کمښتونو فرمان لاسلیک کړ