BBC
 شاته

هلمند کې یوه پولیس خپل ۱۱ ملګري په ډزو وژلي

د افغانستان په سوېل کې د هلمند ولایت ویاند تایید کړې چې په یوه خونړي برید کې یوه پولیس خپل ۱۱ ملګري په ډزو وژلي دي.

عمر ځواک د سه شنبې په ورځ (حوت/کب ۱۰مه) وویل؛ دا برید تېره شپه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په دویمه امنیتي حوزه کې شوی.

ښاغلي ځواک په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ځینو نورو سرچینو ویلي، ددې وژنو عامل د طالبانو یو نفوذي دی چې د پولیسو په لیکو کې و.

د هلمند د بُست روغتون چارواکو تایید کړې چې تر دې برید وروسته د ۱۱ کسانو مړي دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

خو هلمند کې د پولیسو یوه افسر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته ویلي؛ په دې برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي دي.

ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي؛ د پولیسو په لیکو کې د طالبانو یوه نفوذي بریدګر تېره شپه لښکرګاه کې په یوه پوځي مرکز کې پر هغو سرتېرو ډزې کړي چې ظاهرا دده ملګري وو.

دا خبر بشپړېږي