BBC
 شاته

د وردګو د چک برېښناکوټ بیارغونې تړون لاسلیک شو

Image copyright AFP
Image caption دا پروژه د لګښت له مخه ډېره لویه نه ده او ایله ۱۳ نیم میلیونه ډالر لګښت پرې راځي چې افغان حکومت یې له خپلې پرمختیايي بودیجې ورکوي.

افغان حکومت له یوه افغان او یوه تاجکستاني شرکت سره د میدان وردګو ولایت د چک برېښناکوټ د بیارغاونې تړون په ارګ کې لاسلیک کړ. په پام کې ده چې پر بند ۱۳ نیم میلیونه ډالر لګښت وشي، چې کار به یې درې کلونه وخت ونیسي. اړوند چارواکي وايي چې تر بیا رغاونې وروسته به برېښناکوټ ۴۰۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړي.

داسې ښکاري چې نن سبا په افغانستان کې د بندونو د سروې ګانو، ارزونو او جوړولو بهیر څه ناڅه چټک شوی دی، ددې لړۍ د یوه نوي پرمختګ په ترڅ کې افغان حکومت له تاجکستاني شرکت (امید جلالیان) او افغان شرکت الهاشم سره د میدان وردګو د تاریخي چک بند د بیارغاونې تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د برېښنا وزیر علي احمد عثماني وویل،‎ په برېښناکوټ کې به درې برېښنا زیږدي یانې توربینونه لګول کېږي چې ټول به ۳ اعشاریه نهه مېګاواټه برېښنا تولیدوي:

غني: سږکال به د تېرو ۱۰۰ کلونو په کچه برېښنا تولید کړو

''اوس په پام کې ده چې د اوبو او برېښنا وزارت، تاجکستانی شرکت امید جلالیان او افغان شرکت الهاشم د تړون له مخه په دغه بند کې درې توربینونه ولګوو، هر نوی توربین به یو اعشاریه ۳ مېګاواټه برېښنا تولیدوي چې په ټوله کې ۳ اعشاریه نهه مېګاواټه برېښنا تولیدوي دا کچه د بند له لومړۍ برېښنا کچې ډېره ده، له دې برېښنا به د ۲۴ کلیو ۴۰۰۰ کورنۍ ګټه پورته کړي''.

د میدان وردګو والي ځونډي ګل زماني وویل چې سیمه ییز خلک به دا برېښنا یوازې د رڼا لپاره نه کاروي، بلکې د کرنې او پوهنې په ډګرونو کې به هم ګټه ترې اخلي.

د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال حسیب الله کلیمزی چې د میدان وردګو اوسېدونکی دی هم غونډې ته راغلی و. نوموړي وویل چې د چک پروژې د بشپړتیا په نیت لا له مخکې سیمه کې امنیتي ګامونه پورته شوي:

''تړونوال شرکت ته سل په سلو کې ډاډ ورکوم، د میدان وردګو ټول خلک له تاسو سره ولاړ دي، ښاغلي والي دوه اونۍ مخکې امنیتي عملیات پیل کړي وو، په کومه سیمه کې چې دا پروژه پرته ده په بشپړ ډول د حکومت په لاس کې ده او د مخالفانو هېڅ راز خوځښت هلته نه احساسېږي، لاره هم له کابله تر بنده ټوله د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې ده ان شاء لله هېڅ امنیتي ستونزه به ونه لرئ''.

دا پروژه د لګښت له مخه ډېره لویه نه ده او ایله ۱۳ نیم میلیونه ډالر لګښت پرې راځي چې افغان حکومت یې له خپلې پرمختیايي بودیجې ورکوي.

خو ولایتي ارزښت یې په دې کې دې چې دا په میدان وردګو کې تر ټولو لویه ملي پروژه بلل کیږي بله داچې دا بند د افغانستان د لومړیو بندونو دی چې ۷۵ کلونه مخکې د جرمني په مرسته جوړ شوی و، هغه مهال دغه بند ۳ اعشاریه درې مېګاواټه برېښنا تولیدوله چې د کابل ګڼ شمېر کورونه او ان ارګ یې روښانه کړی و.

اوس ددغه بند دوه پخواني توربینونه ولاړ دي او یو یې چې کارنده دی لږه شان برېښنا تولیدوي.

Image copyright arg
Image caption یو مهال د چک بند ۳ اعشاریه درې مېګاواټه برېښنا تولیدوله چې د کابل ګڼ شمېر کورونه او ان ارګ یې روښانه کړی و.