شاته

طالبانو د کندز لپاره د دغې ډلې د نومول شوي والي وژل تائید کړي

طالبانو رسنیو ته په یو استولي بیان کې د بهرنیو ځواکونو په یو هوایي برید کې د کندز ولایت لپاره د دغې ډلې د نومول شوي والي ملا عبدالسلام اخوند وژل کیدل تائید کړي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې ملا عبدالسلام اخوند تیره ورځ د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو په یو هوایي برید کې وژل شوی دی.

طالبانو ویاند په دغه بیان کې ملا عبدالسلام اخوند د" کندز د فتحې" قهرمان بللی او د هغه د وژل کیدو له امله یې د هغه کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې د ملا عبدالسلام اخوند د وژل کیدو خبر ورکړ او ویې ویل چې نور د کندز او د افغانستان نور شمالي ولایتونو خلک د هغه د ګواښونو څخه وژغورل شول.

د کندز والي اسدالله عمرخیل هم د یکشنبې په ورځپه یو مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې د کندوز لپاره د طالبانو والي ملا عبدالسلام د بې پیلوټه طیارې په یوه برید کې وژل شوی دی.

هغهوویل دغه برید چې یکشنبه له ماسپښین وروسته درې بجې شوی دی او د ملا عبدالسلام اخوندسره د طالبانو قوماندان ډاکټر حسین او قاري محمد امین هم په دغه برید کېوژل شوي دي.

له دې مخکې هم درې ځل د کندوز مسولینو د طالبانو د والي ملا عبدالسلام د وژل کیدو خبر ورکړی و، یو ځل یې هغه د ملا عبدالسلام د مرګ خبر خپور کړ چې په دشت ارچي کې د دوه ناپيژندل شویو کسانو له خوا د ملا عبدالسلام پر مرکز ځانمرګی شوی و.

خو هغه وخت طالبانو د هغه د وژل کیدو راپورونه بې اساسه بللي وو.

له سیمې څخه ځینو خلکو په ټلیفوني تماس کې هم خبریالانو ته ویلي چې د بې پیلوټه الوتکې په دغه برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.

ملا عبدالسلام په کندز کې د طالبانو تر منځ زیات طرفدار درلودل، په دې وروستیو کې اوازې هم خپرې شوې چې د طالبانو له خوا د پنځلس بر طرفه شویو والیانو له جملې څخه یو تن ملا عبدالسلام هم دی خو د کندز وسله وال طالبان پر ملا عبدالسلام ولاړ وو.

په تیر یو کال کې طالبانو درې ځلې د کندز پر ښار بریدونه کړي چې دوه ځل د کندز ښار ته په ننوتو بریالي شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.