BBC
 شاته

طالبانو کندوز ته د خپل نومولي والي ملا عبدالسلام وژل کېدل تایید کړ

قندوز
Image caption کندوز په وروستیو دوو کلونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو د پراخو جګړو ډګر و

طالبانو تایید کړې چې د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت لپاره ددوی نومولی والي ملا عبدالسلام وژل شوی دی.

رسنیو ته ددې ډلې په لېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي ددوی دغه قومندان تېره ورځ (یکشنبه، حوت/کب ۸مه) د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ستاینې ورځې د حوت/کب نهمې په مراسمو کې د ملا عبدالسلام وژل کېدل تایید کړ.

د افغانستان حکومتي چارواکو پرون وویل چې د طالبانو دغه قومندان په کندوز کې وژل شوی.

د کندوز یوه امنیتي چارواکي شېر عزیز کامه وال ویلي و چې ملا عبدالسلام د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی دی.

ملا عبدالسلام په کندوز کې د خونړیو جګړو مشري کوله.

تراوسه حکومت څو ځله د هغه د وژل کېدو خبر ورکړی و، خو هرځل د طالبانو لخوا رد شوی و.

کندوز په وروستیو کلونو کې د افغانستان له ناامنو ولایتونو دی. د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې طالبانو په موقتي ډول د کندوز ولایت مرکز ونیوه.

ملا عبدالسلام تېر کال د کندوز ښار په سقوط کې مهم رول درلود او د چارواکو په وينا په دغه ولايت کې د طالبانو ګڼ بريدونه هم هغه سمبال کړي دي.

+ کندوز کې "۳۰ ولسي وګړي وژل شوي"

+ د کندوز ښار زیانونو ارزونې کمېسیون کار پیلوي