BBC
 شاته

د اوسکار تېروتنه: د سپوږمۍ وړانګه ترټولو ښه فلم دی، نه لا لا لېنډ

وارن بیتی او سپومۍ وړانګه فلم غړي د انځور حقوق Reuters
Image caption "د سپوږمۍ وړانګه" فلم کارکوونکي له دې چې په ناڅاپه یې فلم ګټونکی اعلان شو او تېروتنه شوې حیران شوي دي

د اوسکار د پای مراسم سږکال له بېساري ګډوډۍ سره مخامخ شول؛ لومړی د "لا لا لېنډ" فلم د کال ترټولو ښه فلم اعلان شو، خو وروسته "د سپوږمۍ وړانګه" د اوسکار ګټونکی وپېژندل شو.

په بېساري پېښه کې، وارن بیټي چې له في داناوي سره د ترټولو ښه فلم پېژندلو لپاره د دریځ سر ته تللی و، کله یې چې د ترټولو ښه فلم ګټونکي اعلانولو لپاره پاکټ خلاص کړ د ګټونکي نوم یې ونه لوست.

هغه لږ څه ځنډ وکړ او د پاکټ دننه کاغذ یې في داناوي ته وښوده؛ في داناوي پاکټ وکوت او په داسې حال کې چې دواړه د یوې شېبې لپاره پاکټ په لاس ولاړ وو، في داناوي د لا لا لېنډ فلم ګتونکی اعلان کړ.

له معمول سره سم د لا لا لېنډ فلم ټول جوړوونکي او لوبغاړي د دریځ سر ته لاړل، خبرې یې وکړې او خپلې جایزې یې ترلاسه کړې.

+ د ایراني ډایرکټر اصغر فرهادي "پلورونکي" فلم اوسکار واخیست

+ د افغانستان ورپېژندل شوی فلم د اوسکار جایزې له سیالۍ پاتې شوی

خو په داسې حال کې چې لا ټول په صحنه کې ولاړ وو، د لا لا لېنډ فلم یوه جوړوونکي جورډن هورویتز وګرځېد او ویې ویل: "وبخښۍ تېروتنه شوې ده."

د هېچا باور نه کېده او ټولو فکر کاوه چې دا د مراسمو د برخې یوه ټوکه ده. خو شېبه تېره نه وه چې څرګنده شوه في داناوي په ناپامۍ سره د لا لا لېنډ نوم لوستی و او اصلي ګټونکی "د سپوږمۍ وړانګه" فلم و.

جورډن هورویتز وروسته د سپوږمۍ وړانګې فلم جوړوونکو ته اشاره وکړه او ویې ویل: "د سپوږمۍ وړانګه (فلم کارکوونکو) تاسو د ترټولو ښه فلم ګټونکي یاست؛ نه ټوکه نه ده." جورډن وروسته له هغوی وغوښتل د صحنې سر ته ورشي او جایزه ترلاسه کړي.

د انځور حقوق Reuters

هغه وروسته د وارن بیټي لاس کې له نیول شوي پاکټ نه لیک راوایست او د کامرو مخې ته یې ونیوه او ویې ویل: "د سپوږمۍ وړانګه د ترټولو ښه فلم ګټونکی دی."

د انځور حقوق Reuters
Image caption د صحنې پر سر د ګډوډۍ شېبه

هغه وروسته د وارن بیټي لاس کې له نیول شوي پاکټ نه لیک راوایست او د کامرو مخې ته یې ونیوه او ویې ویل: "د سپوږمۍ وړانګه د ترټولو ښه فلم ګټونکی دی."

د لا لا لېنډ جوړوونکي چې د صحنې پر سر ولاړ وو، اړ شول چې ښکته شي او خپل ځای د سپوږمۍ وړانګه فلم جوړوونکو ته تش کړي او په لاس کې نیولې د اوسکار جایزه هغوی ته تسلیم کړي.ظاهرا کوم پاکټ چې د وارن بیټي لاس ته رسېدلی و، په هغې کې د ترټولو ښې ښځینه اصلي لوبغاړې اېما سټون نوم و، په همدې دلیل وارن بیټي د ترټولو ښه فلم ګټونکي نوم کې حیرانېږي.

وروسته وارن بیټي د میکروفون شاته لاړ او ویې ویل: "غواړم تاسو ته ووایم چې څه پېښه وشوه؛ پاکټ مې خلاص کړ او په هغې کې لیکل شوي و اېما سټون، لالا لېنډ. په همدې دلیل و چې د اوږدې شېبې لپاره مې في (داناوي) او همداراز تاسو ته وکتل ... د سپوږمۍ وړانګه د ترټولو ښه فلم ګټونکی دی."