BBC
 شاته

'د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده نوم د ملګرو ملتونو د بندیزونو نوملړ ته ورزیاتېږي'

مولوی هبت الله آخندزاده د انځور حقوق Reuters
Image caption مولوي هبت الله اخندزاده د طالبانو ۵۵ کلن مشر د ملا اختر منصور تر وژل کېدو وروسته د تېر کال په جوزا/چنګاښ میاشت کې د هغه ځایناستی شو

د افغانستان د ملي امنیت شورا د ملګرو ملتونو د بندیزونو نوملړ ته د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده نوم ورزیاتولو لپاره د معلوماتو پر راټولو بوخته ده.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت د سلاکار ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ (حوت/کب ۹مه) په یوه ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته وویل؛ په دې د طالبانو ځینې نور مشران هم دي چې د افغانستان دولت هڅه کوي د بندیزونو په نوملړ کې شامل شي.

د هغه په وینا، هبت الله اخندزاده او د طالبانو هغه مشران چې د افغانستان د ملي امنیت شورا یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې د نوم ورزیاتېدل غواړي، د افغانستان ملي امنیت او نړیوال امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه؛ دا خبره وړاندې هم د ولسمشر غني د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په شفاهي ډول مطرح کړې، خو ډېر ژر به دا مساله په رسمي ډولت ددغه سازمان په امنیت شورا کې مطرح شي.

+ د طالبانو مشر د ونو کښېنولو غوښتنه کړې

+ غني: د طالبانو مشر دې د م. م د بندیزونو لست کې شامل شي

د ملګرو ملتونو د بندیزونو نوملړ ته چې په "تور نوملړ" هم مشهور دی د طالب مشرانو د نومونو ورزیاتولو لپاره د افغانستان د حکومت اقدام دا ښيي چې له دغې وسله والې مخالفې ډلې سره د افغان چارواکو د سولې هڅې د پام وړ پایلې ته نه دي رسېدلي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو نوملړ کې د طالب مشرانو د نوم لیکل کېدل کولی شي پر دغې ډلې فشارونه ډېر کړي، د هغوی شتمني کنګل کړي او پر ګرځېدو یې محدودیت ولګوي. د افغانستان حکومتي چارواکو په وار وار ویلي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسېږي او د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي یو ځل دا خبره ومنله.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړ نه د قاري احمد الله د نوم ویستل

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند په داسې حال کې دا خبره کوي چې ۱۱ ورځې وړاندې (دلو/سلواغې ۲۸مه) د ملګرو ملتونو "۱۹۸۸ کمېټې" اعلان وکړ چې د طالبانو د استخباراتو د پخواني رییس قاري احمد الله نوم ددې کمېټې د بندیزونو له نوملړ نه لرې شوی دی.

په هغه اطلاعیه کې چې ددې کمېټې لخوا خپره شوې، د طالبانو دغه پخواني لوړپوړي چارواکي د نوم ایستلو لامل په اړه توضیحات نه دي ورکړل شوي، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وایي چې قاري احمد الله ۱۰ کاله وړاندې د نړیوالو ځواکونو په یوه هوایي برید کې د افغانستان په ختیځ کې وژل شوی و.

Image caption اوسمهال د طالبانو تر لسو ډېرو غړو نومونه د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې ذکر دی

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه؛ څو میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو ۱۹۸۸ کمېټې چې د طالبانو پر مشرانو او قومندانانو د بندیزونو د څارنې مسوولیت لري، د طالبانو د ۱۲ مشرانو نومونه د افغانستان دولت ته وړاندې کړل او د هغوی د وضعیت په اړه یې معلومات وغوښتل.

+ طالبانو هبت الله اخندزاده خپل نوی مشر ټاکلی

د هغه په وینا، د افغانستان حکومت په دې اړه "هراړخیزې څېړنې" وکړې او په پایله کې یې د ملي امنیت شورا ته اطلاع ورکړه چې ددې کسانو له ډلې د قاري احمد الله په ګډون ۱۰ تنه نور ژوندي نه دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وویل؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ددغو کسانو له ډلې د څلورو کسانو نومونه له خپل تور لیست نه لرې کړل، خو د درېیو نورو کسانو نومونه یې یاد نه کړل او د امنیت شورا په اعلامیه کې هم نه دي راغلي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو رپوټ ورکړی چې قاري احمد الله ژوندی دی. له دې ډلې افغان خبریال مجیب مشعل د قاري احمد الله له خپلوانو سره د ټېلفوني خبرو پر بنسټ یوې امریکایۍ ورځپاڼې هارپر ته یوه مفصل رپوټ کې لیکلي چې د طالبانو د استخباراتي ادارې دغه پخوانی رییس ژوندی دی.

د انځور حقوق UN
Image caption د ملګرو ملتونو په نوملړ کې لیکل شوي چې قاري احمد الله د کلونو لباره د طالبانو استخباراتي برخې مشر و

مشعل د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې د قاري احمد الله د ورور مولوي نعیم له قوله لیکلي؛ د طالبانو د امارت دغه پخوانی چارواکی د پاکستان په یوه مدرسه کې په تدریس بوخت دی او له هغه سره د ټېلفون له لارې اړیکه لري.

سره له دې، ښاغلی غورځنګ ټینګار لري چې قاري احمدالله نور ژوندی نه دی، ځکه چې دده په وینا، هم د افغانستان استخباراتي راپورونه ښيي چې هغه لس کاله وړاندې وژل شوی او هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ارزونې دې پایلې ته رسېدلي دي.

هغه مهال چې د افغانستان ډېره برخه خاوره د طالبانو په کنټرول کې وه، قاري احمد الله ددې ډلې له کلیدي غړو و او ددې ډلې لاسونو ته د بامیانو لوېدو وروسته هغه د یوې مودې لپاره هغه د مرکزي سیمو سیاسي او پوځي مسوولیت درلود.