شاته

جوارګر جاوید خپله مور په ۲۰ کلدارو ووژله

په یوې زړه بوږنونکې پېښې کې د هند په شمال کې یو کس خپله مور لدې امله په چړې ووژله چې هغه ته یې د جوارګرۍ (قماربازۍ) په خاطر له پېسو ورکولو ډډه وکړه.

دتورن کس نوم جاوید دی.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې جاوید له خپلې مور څخه د پېسو د ترلاسه کولو پر سر جنجال وکړ او کله یې چې پیسې ترلاسه نه کړې نو سملاسي یې خپله مور د چړو په ګوزار ووژله.

د مرادآباد د سیمې د پولیسو یوه مامور یشویر سینګ ویلي: "کېسه داسې ده چې هغه [جمشید] هرکله د قمار په خاطر له خپلې مور څخه پېسې غوښتلې."

هندي مقامات وایې چې جاوید او یو بل ورور یې جمشید هره کله له خپلې مور څخه د قمار په خاطر پنځلس-شل روپۍ غوښتلې.

جمشید د خپلې مور او جاوید ترمنځ شخړې ته په اشارې ویلي: "مور مې وویل چې پېسې نه لري. کله کله به یې پېسې ورکولې خو په هماغه ورځ یې ورنکړي."

پولیس وایې چې تورن کس یې نیولی دی او ډیر ژر به یې محاکمه پیل شي.