BBC
 شاته

د افغان جګړې امریکايي جنرالان چې اوس د امریکا پوځي سیاست کوي

د انځور حقوق PA
Image caption تېرو ۱۶ کلونو کې نژدې یو میلیون امریکايي پوځیانو افغانستان کې خدمت کړی

د سپټمر ۱۱ له بریدونو وروسته امریکا افغانستان ته د سمندري ځواکونو یو جنرال را ولېږه چې د دغو ځواکونو یو قومندان و. په ګرم ولایت کندهار کې دېره شو چې طالبان له خپل ټاټوبي وشړي.

د افغان جګړې دغه سرتېری 'جنرال جیمز مېټس 'له خپلې دندې ۱۶ کاله وروسته د امریکا دفاع وزیر شو، هغه جنرال چې پوځي تکتیک او ستراتیژیکو مسلو ته په پام "لېونی سپی" بلل کېږي.

ښاغلي مېټيس چې اوس د امریکا دفاع وزیر دی، پر ۲۰۰۵ کال د طالبانو په هکله ویلي وو:

"افغانستان ته ځئ او له داسې خلکو سره مخ کېږې چې پنځه کاله کېږي ښځې د چادرۍ نه پر سرولو له امله پر څپېړو وهي. پوهېږئ چې دا ډول سړیو کې د نارینتوب په نوم څه پاتې نه دي. ښه خبره ده چې ویې وژنو. جګړه په واقعیت کې یوه لویه وختېري ده. پر ځینې کسانو ډز کول پخپله یو وختېری دی".

د انځور حقوق Reuters
Image caption جنرال جیم ماټیس افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت پیل کې کندهار کې د امریکايي سمندري ځواکونو د یوې ټولۍ قومندان و.

افغان جګړې د امریکا لپاره په افغانستان کې ډېر پوځي مشران جوړ کړي دي.

د امریکا د اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار هیربرټ ریمونډ مک ماسټر په افغانانو او د کابل ډیپلوماټیکو کړیو کې پېژندلې څېره ده.

ښاغلی مک ماسټر پر ۲۰۱۰ کال د ایساف د پلانونې د برخې او په افغان دولت او بهرنیو ځواکونو کې د مالي او اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړې څانګې "روڼتیا" مشر و.

واشنګټن هغه مهال دی د دې لپاره ګومارلی و، چې د افغان دولت مشرتابه او ایساف قومندانۍ کې د دغه هېواد د سلګونو میلیونو ډالرو مرستې د حیف و میل کېدلو مخنیوی وکړي.

افغان چارواکي چې له نوموړي سره یې سروکار درلود.

+ داعش په افغانستان کې څومره بريالی دی؟

+ په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"

+ واشنګټن کې افغان سفیر وايي، د بریدګرو پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره کار کوي

ښاغلی مک ماسټر "متفکر جنګیالی" بولي، چې د پیسو سپینولو، بډو، قاچاق او له مالي او اداري فضا د ناوړه کار اخیستلو په برخه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ یې غږ پورته کړی و او داسې سړی چې زړور، نېغ او جدي و.

مایکل فلین چې د ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت لومړنی سلاکار و- خو درې اونۍ وروسته یې استعفا ور کړه- په افغانستان کې د څو ملتي نړیوالو ځواکونو د استخباراتو مشر و.

جنرال ډیویډ پټریاس چې د سي ای اې مشر شو او د ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکارۍ لپاره هم په نوملړ کې و، ډېر وخت یې په افغانستان کې خدمت کړی دی.

جوزف ډنفورډ چې د افغانستان ښار په ښار او ولایت په ولایت ګرځېدلی، له ځوانو او بوډا افغانانو یې سلا مشورې غوښتې او تر ۲۰۱۴ کال په کابل کې د امریکايي ځواکونو قومندان و، اوس د امریکا د پوځ لوی درستیز دی.

د امریکا د پوځي مشرانو، قومندانانو او ستراتیژیستانو نوی نسل چې اوس واکمن دی، تر ډېره یې افغان جګړه تجربه کړې او اوس د امریکا پوځي سیاست کوي..

د ۱۶ کلنې افغان جګړې په بهیر کې د امریکا له یو میلیون ډېر ځواکونه افغانستان ته راغلل، له افغان سرتېرو سره اوږه پر اوږه د وسلوالو پرضد وجنګېدل، د افغان امنیتي ځواکونو په سمبالولو او روزلو کې یې برخه واخیسته او له افغان ولس سره یې دوستانه اړیکي جوړ کړل.

د انځور حقوق AP
Image caption جنرال جوزف ډانفورډ ( کیڼ لاس ته ) افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان او مایکل فالین افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو اصلاعاتو مشر و. واک ته د ډونلډ ټرمپ له رسېدو وروسته دغه دواړه کسان نوموړي ته له نژدې کسانو شمېر ل کېږي.

که څه هم ډېر امریکايي قومندانان په خپل اوږد ماموریت کې- په ډېرو هغو هېوادونو کې چې امریکا پکې مداخله کړې - د پوځي فعالیت مخینه لري، خو په افغانستان کې د امریکا د پوځ دوام او پانګونه دا ښيي چې واشنګټن دلته د اوږد وخت لپاره ډډه اچولې ده.

له دې سره سره روانې افغان جګړې یواځې پوځ نه دی ښکېل کړی چې په افغانستان کې له خدمت وروسته له دغه هېواد سره د مسوولیت حس لري. بلکې په سلګونو امریکايي ډيپلوماټان چې په کابل، کندهار او مزار شریف کې یې دندې درلودې له ماموریت بشپړولو وروسته یې هم له افغانستان سره اړیکه ساتلې او ان ډېره کړې ده.

د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption جوزف ډانفورډ چې ټول افغانستان یې لیدلي، اوس د امریکايي ځواکونو د ګډ مرکز مشر دی

جیمز کاننګهام، رونالډ نیومن او زلمی خلیلزاد چې پخوا په افغانستان کې د امریکا سفیران وو اوس د افغانستان پر مدافعانو بدل شوي دي.

په حقیقت کې امریکا په افغانستان کې ډېره پانګونه کړې، په دې هېواد کې د یوه امریکايي پوځي کلنی لګښت تر یو میلیون ډالرو پورې اټکل شوی دی او اټکل دی هغه پیسې چې امریکا افغانستان او عراق کې په دې موده کې لګولې دي، له ۴ تر ۶۰ ټریلیون ډالرو پورې رسېږي.

بل خوا، افغانستان کې د امریکا نژدې ۲۴۰۰ پوځيان وژل شوي او اولس زره نور ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملي امنیت برخه کې د ولسمشر ټرمپ سلاکار هربرټ ریمونډ مک‌ماستر هم د افغانانو او د کابل دیپلوماتیکه ټولنه کې پېژندل شوې څېره ده

امین الله حبیبي چې څه موده کابل کې د جوزف ډنفورډ سلاکار او ویاند و، په دې اند دی چې د افغان او امریکايي پوځيانو ترمنځ پیوستون د دغه جګړه ځپلي او بې وزله هېواد لپاره پانګونه ګرځېدلی شي.

دی وايي: "نننۍ نړۍ د امریکا په څېر له هېوادونو سره پر اړیکو راڅرخي چې اړیکي یې تر ډېره پر لابي ولاړ دي. هغه هېوادونه چې دغه اړیکي لري او ګټه ترې اخلي، د نړۍ د قدرت په معادلو کې خپل حریف دې ته اړباسي چې غوښتنو ته یې غاړه کېږدي."

دی باوري دی چې: "کوچني قدرتونه پخپله نه شي کولای له قوي وسیلو ګټه واخلي. نو د افغانستان په څېر هېوادونه له ځیرکې ډیپلوماسۍ سره امریکا د ځان ترڅنګ درولی او په سیمه کې خپلو موخو ته رسېدلی شي."

خو د افغانستان د ملي ګټو لپاره له دغو اړیکو ګټه اخیستل پېچلي دي؛ په تېره بیا دغه هېواد د داخلي مسلو له اړخه په خپل بهرني سیاست کې د یوې مشخصې کړنلارې رسېدو ته له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

+ جنرال نېکولسن: له پاکستان سره د امریکا پر اړیکو بیا کتنه پکار ده

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت له دوه - دوه نیم کالو تېرېدو وروسته، له امریکا نه کابل ته د ګانګرس د غړو، سپینې ماڼۍ، بهرنیو چارو وزارت او پوځيانو په ګډون هر راغلي پلاوي په جلا ډول د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره کتلي دي.

د نړیوال سیاست او حقونو استاد ودیر ساپی باوري دی چې افغانستان د امریکا د نه پېژندلو له کبله نه شي کولای له خپل ستراتیژیک ملګري واشنګټن نه د قدرت په معادلو کې سمه ګټه واخلي.

دی وايي: "اصلاحات باید د ننه او د افغانستان له نظامه پیل شي، چې له ملګرو هېوادونو په ښه توګه ګټه واخیستلی شو او د تېري پر وړاندې ودرېږو. چارې وړ کسانو ته وسپارل شي، مسلکي کادرونه دولت ته ستانه شي، داسې کسان راستانه شي چې افغانستان او نړۍ پېژني."

زموږ سرچینې وايي، افغان دولت دا مهال واشنګټن کې د افغانستان سفارت د ننه د پخوانیو امریکايي سرتېرو لپاره یوه برخه پرانیزي، چې افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د خدمت یاد ساتلو په پلمه امریکا په هره برخه کې له ځان سره وساتلی شي چې په دې سره د لسیزو لپاره له افغانستانه د امریکا ملاتړ ولري.

امریکا کې هغه پخواني پوځیان پر ملي اتلانو بدل شوي چې د ویتنام جګړه کې یې برخه اخیستې وه، ډېر درناوی یې کېږي، که څه هم د ویتنام شل کلنه جګړه د امریکا په ماتې تمامه شوه، خو پخوانیو جنګیالیو یې تر وزارته مقامونه ترلاسه کړل.

د افغانستان شپاړس کلنه او روانه جګړه کې ههم د امریکا پخوانيو پوځيانو هم د واشنګټن د سیاست جوړونې او مشرتابه په لیکو کې خپل مهم رول پیدا کړی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption جنرال پاتریوس په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان و

د ولسمشرۍ ستر سلاکار نادر نادري چې ولسمشر اشرف غني ته په ستراتیژیکو چارو کې سلامشورې ورکوي، ډاډمن دی:

"هغه کسان چې په افغانستان کې یې ماموریت کړی، دغه هېواد د ښه پېژني او د افغانستان لوی فرصتونه او ستونزې ورته معلومې دي. موږ باوري یو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوی رول زموږ مبارزه لا پسې پیاوړې کوي."