یو شمېر افغان معلولین تورخم ته د اړیکو سمون له غوښتنې سره تللي
د افغانستان ختیځ کې سلګونه معلولین تورخم ته ورغلي وو او د افغانستان، پاکستان ترمنځ يې د اړیکو سمون غوښت.
دا دروانو او تېرو جګړو قربانیان وو او د ختیځو ولایتونو له خلکو سره يې خپل پیوستون ښوده.
پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره د خپلو پولو تړلو اعلان کړی
ډونلډ ټرمپ: پر پوله دیوال له وخته مخکې جوړیږي
له تېرو نهوو ورځو راهیسې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان له لوري جوړې دروازې تړل شوي.
په تېرو او روانو جګړو کې خوږ شويو او معلول شويو دغو افغانانو ویل، د سیمې خلکو سره یې د یوالي د ښکاره کولو په نیت تورخم ته ورغلي.
دغه سلګونه معلول افغانان ډېر له کابله او نورو ولایتونو ورغلي وو او له خپل ګاونډي هېواد سره يې د اړیکو د ښه کېدو پیغام وروړی وو.
نهه ورځې کېږي، چې پاکستان د تورخم او بولدک لارې تړلې او هلته قانوني ورغلي افغانان هم ایسار پاتې دي.
څو پرله پسې ورځې د ننګرهار او کونړ پر زیاتره سیمو پاکساتي پوځیانو د توپونو سلګونه ډزې وکړې او ګڼې کورنۍ له خپلو مینو وکوچېدې.
نن هم د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په غرنیو سیمو د توپچي ډزو رپوټونه ورکړل شوي.
افغان حکومت له دیپلوماتیکو لارو د کشالې د حل په لټه کې دی، خو د پاکستان له لوري د لارو پرانیستل کېدو په تړاو لا هم څه نه دي ویل شوي.