BBC
 شاته

د کیم جونګ نام وژنه: مشکوکې ښځې ته ۹۰ ډالر ورکړل شوي

د کیم جونګ نام مسمومولو صحنه

هغه اندونیزیايۍ ښځه، چې د شمالي کوریا د مشر ناسکه ورور وژنې په تړاو نیول شوې وايي، د دغه ' شرارت ' لپاره یوازې ۹۰ ډالر ورکړل شوي وو.

مالیزیا کې د اندونیزیا دیپلوماتانو له دغې سیتي ایسیاه نومې ښځې سره لیدلي.

دغه ښځه وايي 'د ټوکو ټکالو یوې خپرونې کې د ګډون په موخه هغې ته د ماشومانو پر پوټکي کارېدونکي تیل ورکړل شوي وو، چې د کیم جونګ نام پر مخ یې ومښي.

'د شمالي کوریا ډیپلومات د کیم جونګ نام وژنه کې لاس لري'

د کیم له وژنې وروسته مالیزیا له شمالي کوریا خپل استازی ور وباله

د څېړنو پایله کې ویل شوي، چې کیم جونګ نام د انسان عصبي نظام فلجونکي زهرجنې مادې ' وې ایکس ' په وسیله وژل شوی دی.

ملګري ملتونه دغه ماده په پراخه کچه وژونکې وسله بولي. اندونیزیايي دیپلوماتانو له دغې ښځې سره نژدې نیم ساعت خبرې کړې. له لیدنې وروسته دیپلومات اندرینو ارون خبریالانو ته وویل:

"هغې یوازې دومره وویل، چې یو چا د دغې چارې تر سره کولو لپاره ورته ویلي و. هغه وايي داسې خلکو سره یې لیدلي وو، چې په ظاهره جاپانیان یا کوریایان معلومېدل. "

د ارون په وینا 'دغې ښځې ویلي، چې ۴۰۰ مالیزیايي پېسې یانې نژدې ۹۰ امریکايي ډالر ورکړل شوي وو او هغه وايي، چې د تېلو په څېر یوه ماده ورکړل شوې وه. '

چارواکي وايي د دغې ښځې پر بدن داسې کومه نښه نښانه نه ښکاري، چې وښيي دا خپله هم له دغې مادې اغېزمنه شوې.

د انځور حقوق EPA
Image caption مالیزیا کې د اندونیزیا دیپلوماتانو له دغې سیتي ایسیاه نومې ښځې سره لیدلي.

وې ایکس یو غیر عادي او خورا زهرجنه ماده ده، چې که یو څاڅکی یې هم د انسان پر بدن ولوېږي، انسان مري.

دغه ماده د انسان د پوټکي له لارې بدن ته ننوځي او د انسان عصبي نظام فلج کوي.

وې ایکس تیلو ته ورته ماده ده او معمولاً په اوبو کې ژر نه حلیږي. له همدې کبله دا پوښتنې راپورته شوې، چې بریدګرو پر کیم جون نام د برید پر مهال خپل ځانونه څنګه ساتلي؟

دا لومړی ځل دی، چې وې ایکس دغه ډول کاروول شوې. له کمرو اخیستل شوي ویډیو او د پولیسو څرګندونې د برید څرنګوالي ښه نه څرګندوي.

دوې ښځې لیدل کېږي، چې پر هغه برید کوي او له دوی نه یوه داسې هم لیدل کېږي، چې ټوکر سره د هغه مخ پاکوي.

د مالیزیا څېړونکي وايي، چې دوو ښځو خپل لاسونه پر دغه ماده ککړ کړي او بیا یې د هغه پر مخ موښلي، خو که داسې شوي وای هغه مهال به دواړه ښځې هم وژل شوې وې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د څېړنو پایله کې ویل شوي، چې کیم جونګ نام د انسان عصبي نظام فلجونکي زهرجنې مادې ' وې ایکس ' په وسیله وژل شوی دی.

ځکه احتمال څرګندیږي، چې که د کیم پر مخ کومه ماده موښل شوې، نو لږ تر لږه په کې وې ایکس نه و.

دې سره په دې پوهېدل اسانېږي، چې هغو ښځو چې پر کیم برید کړی، سره له دې چې پر لاسونو یې مایع پورې کړې وه، نه دي وژل شوې.

خو دا اسانه چاره هم نه وه. داسې ښکاري، چې بریدګرو به له دې مخکې کافي تمرین کړی وي، چې څاڅکی پر کیم ولګیږي، خو دوی ترې ځان وساتي.

پولیس وايي دوی باوري دي، چې د فبروري له ۱۳ مخکې به بازارونو کې د دغې چارې تمرین شوی وي.