شاته

ننګرهار کې د داعش شپږ مهم قوماندانان وژل شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د شپږو قوماندانانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون نږدې پنځوس داعش جنګیالي وژل شوي دي.

په ختیځ زون کې د پوځ قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې یې د هسکې مېنې ولسوالۍ د شابی، ګورګورۍ، کندو او نورې سیمې د هوايي او ځمکنیو بریدونو لاندې نیولي دي.

د اعلامیې له مخې په دغو بریدونو کې ټول ټال اوه څلوېښت داعش جنګیالي چې په کې د دغې ډلې شپږ مهم قوماندانان هم شامل دي، وژل شوي دي.

اعلامیه وايي، چې وژل شوي قوماناندان ابوعثمان، قاري عمران ، ذبیح الله، قاری امان، ملاعبیدالله او قاري عزیزالله نومیږي، چې په سیمه کې یې د داعش ‌‌‌‌‌‌د جنګیالیو قومانده په غاړه درلوده.

په ختیځ زون کې د پوځ قوماندانۍ په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. د داعش ډلې هم په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

په وقفه‌ی توګه د تورخم او سپین بولدک لارو پرانیستل

له شاوخوا دوه اونیو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي، خو افغان چاوراکي وايي چې نن به په وقفه‌ي توګه تړل شوې لارې بیرته پرانیستل شي.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفیر او د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر زاخیلوال وايي، چې نن به د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې په وقفه‌ی توګه د خلکو پر مخ پرانیستل شي.

ښاغلي زاخیلوال په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي، نن به له دې خوا ناروغانو، ښځینه او سپین‌ږیرو ته او له هغې غاړې هغو کسانو ته چې په ویزو پاکستان ته تللي او هلته بند پاتې دي، د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

اسلام‌آباد کې افغان سفیر دغه راز لیکلي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تړل شوو لارو د بیرته پرانیستلو پر سر خبرې روانې دي او هیله یې ښودلې چې تر راتلونکو دریو یا څلورو ورځو پورې به دا لارې په بشپړه توګه پرانیستل شی.

ښاغلي زاخیلوال له افغانانو غوښتي، چې که له پاکستان سره تړل شوې لارې په بشپړه توګه هم پرانیستل شي، دغه هیواد ته له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي.

له دې مخکې هم ښاغلي زاخیلوال د فیسبوک په یو پیغام کې ویلي وو، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به تړل شوې لارې د تیرې پنج‌شنبې په ورځ پرانیستل شي، خو دغه لارې لا تر اوسه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

د پاکستان په سند ایالت کې د لال شهباز قلندر پر زیارت باندې له خونړي برید وروسته پاکستاني چارواکو د تورخم او سپین‌بولدک – چمن دروازې په یو اړخیزه توګه وتړلې.

پاکستان ادعا کړې، چې دا برید د افغانستان په خاوره کې پلان شوی وو او افغان حکومت ته یې د هغو ۷۶ پاکستاني طالبانو د نومونو لست وسپاره، چې پر وینا یې په افغانستان کې میشت دي او د پاکستان پر خلاف تروریستي فعالیتونه کوي.

خو افغان حکومت د پاکستاني لوري ادعاوې رد کړې او په ځواب کې یې هغوی ته په پاکستان کې د ۳۲ تروریستي مرکزونو او د تروریستي ډلو د ۸۵ مشرانو یو لست وسپاره او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې په خپله خاوره کې د دغو مرکزونو او تروریستي ډلو پر خلاف عملي اقدام وکړي.