شاته

په سوریې کې دوو ځانمرګو بریدونو شاوخوا ۴۲ تنه ووژل

نن د سوریې د حمص په ښار کې په غبرگو ځانمرګو بریدونو کې لږ ترلږه ۴۲ تنه ووژل شول. په وژل شویو کسانو کې یو د استخباراتو لوړ پوړی چارواکی دی.

د سوریې د بشري حقوقو څارونکې ډله وايي لږ تر لږه شپږ ځانمرګو بریدګرو د دولتي، امنیتي او پوځي استخباراتو مرکزونو ته نژدې بریدونه وکړل.

سمدستی هیچا د دغو ځانمرګو حملو مسولیت په غاړه نه دی اخستی. شاوخوا درې کاله کیږي چې حمص په بشپړ ډول د حکومت په کنترول کی دی.

د جمعې په ورځ د سوریې په شمال کې د الباب ښار ته نژدې په دوو موټر بمب ځانمرګو بریدونو کې د ملکی خلکو په شمول لږ ترلږه ۵۲ تنه ووژل شول.

د ترکیې د محلي مطبوعاتو د راپورونو په اساس د ترکیې دوه عسکر او یاغیان هم په دې برید وژل شویدي.

د ترکیی قواوو او یاغیانو د الباب د ستراتیژیک ښار ډیرې برخې د اسلامي دولت د قواوو نه نیولي دي. د څار ډله وايي داعش دا برید کړی دی.

په سوریې کې له څو کلونو راهېسې جنګ روان دی چې میلیونه خلک په کې ووژل، ژوبل شول او کډوال شول.