BBC
 شاته

د ملگرو ملتونو امنيت شورا بيا د سوريې په تړاو سره وېشلې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption روسیه د امنیت شورا د نورو غړو پرېکړه لیک ویټو کول غواړي.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا غړي يو ځل بيا د سوريې په تړاو ناندريو کې کېوتي. د تړلو دروازو تر شا د امنيت شورا د غړو هېوادونو په غونډه کې پر داسې يوه پرېکړه ليک خبرې وشوې چې د يو شمېر نورو بنديزونو ترڅنگ سوري حکومت ته د چورلکو پلور منع کوي.

ټاکل شوې دا پرېکړه ليک د کيمياوي وسلو په مټ شويو هغو بريدونو ته په ځواب کې امنيت شورا ته وړاندې شي چې ويل کېږي د سوريې د حکومت له لوري د مخالفانو د ولکې پر سيمو شوي.

* امریکا سوریه کې د داعش ملاتړ ادعاوې 'خندوونکې' بللي

* سوریه: روسیې او ترکیې پر داعش ډلې 'لومړی ځل' ګډ ګوزارونه کړي'

پرېکړه ليک يو ځل بيا په ملگرو ملتونو کې د روسيې او امريکا د استازو ترمنځ د ناندريو لامل شو. ملگرو ملتونو کې د روسيې مرستيال استازي ویلاديمير سفرونکوف پرېکړه ليک يوه پارونه وبلله او ویې ويل چې هېواد به يې دغه راز هر پرېکړه ليک ويټو کړي.

خو د امريکا استازې نيکي هلي بيا ټينگار وکړ چې اقدام ته اړتيا ده.

نوموړې پر روسيې تور پورې کړ چې د سوريې د حکومت په پلوي پلمې کوي. فرانسې د دغه پرېکړه ليک پر مسودې وروسته له هغه کار پيل کړ چې د ملگرو ملتونو له لوري يوې پلټنې وموندل چې سوري حکومت لږ تر لږه د دريو داسې بريدونو تر شا دى چې پکې کلورين ګاز کارول شوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوریې حلب ښار، چې ۷۰ سلنه برخه یې ویجاړه شوې ده.

د پلټنو پايلو وښوده چې د شرشمو ګاز په لږ تر لږه يوه بريد کې د اسلامي دولت نومې ډله ښکېله وه.

په امنيت شورا کې د نوي پرېکړه ليک پر سر ناندرۍ په داسې مهال کې پيل شوې چې د سوريې د حکومت او مخالفانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو څلورم پړاو پيل شوى.

که څه هم د خبرو اترو د پايلو په تړاو هيلې تتې برېښي خو د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى هيلمن دى چې دا به د داسې يو لړ ناستو پيلامه وي چې په مټ يې په سوريه کې د يوه نوي اساسي قانون او د ملگرو ملتونو تر څار لاندې ټولټاکنو په لور گام واخيستل شي.