BBC
 شاته

عمران خان: پنجاب کې له پښتنو سره توپيري چلند د ترهګرو په ګټه دی

د انځور حقوق AFP
Image caption عمران خان په ټوېټ کې ویلي، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو دغه کار د وسلوالو ډلو په ګټه تمامېږي: "د پښتنو په نښه کول کرکه پیدا کوي او دوی د ترهګرو لاسونو ته ور لوېږي".

د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې له پښتنو سره توپیري چلند وغانده.

عمران خان پر ټویټر پاڼه لیکلي، د پاکستان د امنیتي ځواکونو دغه کار د وسلوالو ډلو په ګټه تمامېږي: "د پښتنو په نښه کول کرکه پیدا کوي او دوی د ترهګرو لاسونو ته ور لوېږي".

نوموړی زیاتوي: "زه په پنجاب کې د پښتنو د توکمیز پروفایل جوړېدل غندم".

د عمران خان دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې هم له پښتنو غوښتل شوي، چې له پولیسو سره ځانونه راجیسټر کړي.

بلې خواته د پنجاب ایالت په راولپنډۍ سیمه کې پولیسو هلته د اوسېدونکو قبایلي سیمو د وګړیو څارنه پېل کړې، چې وايي، همدوی هلته د ناامنۍ په پېښو کې لاس لرلی شي.

* پنجاب مشکوک پښتانه افغانان

* ميا افتخار حسين: پښتانه ټول افغانان دي

* خټک: د اقتصادي دهلېز نوې نقشه پښتونخوا بې برخې کوي

د ځينو پاکستانيو رسنیو په خبره د پينډۍ پولیسو پرېکړه کړې، چې هغه ټول وګړي چې له قبایلي سیمو راغلي او د راولپنډۍ په بېلابېلو سیمو کې اوسېږي، د نوي سستم له لارې به يې تګ راتګ او ورځنی ژوند څارل کېږي.

پر عمران خان سربېره نورو سیاسي مشرانو هم غبرګونونونه ښودلي.

د مهاجر قومي غورځنګ جلا وطني مشر الطاف حسین په یوه غږیز پیغام کې ویلي پاکستان کې په لوی لاس پښتانه ځپل کېږي.

د نوموړي په وینا، کله چې نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ په تړاو شکایتونه وکړل چې له پاکستانه صادریږي، په وینا یې په قبایلي سیمو کې پر بېوزله پښتنو بریدونه وشول.

د انځور حقوق Samiyousafzai
Image caption د پښتنو لپاره د یوه مارکېټ له خوا خپره شوې خبرتیا.

ښاغلی حسین وايي پاکستان کې پښتانه د دې لپاره په بې رحمۍ ځپل شوي، چې دوی ټول عمر د غږ پورته کولو وړتیا و نه لري.

خو د پاکستان حکومت دغه ډول تورونه تل ردوي او وايي، چې د وسلوالو د له منځه وړلو لپاره امنیتي تدابیر زیاتوي او عملیات کوي.

د پاکستان پوځ تېره چهارشنبه د وسلوالو د ځپلو په نوم "ردالفساد" عملیات هم پیل کړل.

پوځ وايي، په دغه عملیاتو کې یې په ټول پاکستان کې له سلو ډېر وسلوال وژلي او په سلګونو شکمن کسان یې نیولي دي.

په پاکستان کې له وروستیو بریدونو په تېره د سیند ایالت د سیون ولسوالۍ په لال شهباز قلندر زیارت کې تر ځانمرګي برید وروسته د دغه هېواد پوځ دا عملیات پیل کړل.

د پاکستان حکومت له افغانستان سره ټولې دروازې هم د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

که څه هم په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپل فیسبوک کې ویلي و، چې د شنبې په ورځ به تور خم لار په جزيي ډول پرانیستل شي، خو وروستي رپوټونه وايي، چې لا هم دغه لار تړلې ده.

د انځور حقوق FB