BBC
 شاته

'د نړۍ تر ټولو ارزانه ټیلېفون' جوړوونکي شرکت مشر نیول شوی

د انځور حقوق .
Image caption د 'فریډم ۲۵۱'' په نوم د دغه ټیلېفون بیه ۲۵۱ هندي روپۍ (چې ۳٫۷۰ ډالر کېږي) وه، چې د ۲۰۱۶ کال فبرورۍ کې یې د خرڅلاو اعلان وشو.

هندي پولیسو په نړۍ کې ترټولو د ارزانه ګرځنده ځیرک تیلېفون جوړولو ''رینګېنګ بېلز'' شرکت مشر موهیت ګویل د فساد په تور نیولی دی.

نوموړی وروسته تر هغه ونیول شو، چې د رینګېنګ بېلز یوه مشتري وویل، دغه شرکت ته یې د یاد ټیلېفونونو پیسې ورکړې، خو تر اوسه یې نه ده ترلاسه کړي.

د 'فریډم ۲۵۱'' په نوم د دغه ټیلېفون بیه ۲۵۱ هندي روپۍ (چې ۳٫۷۰ ډالر کېږي) وه، چې د ۲۰۱۶ کال فبرورۍ کې یې د خرڅلاو اعلان وشو.

که څه هم ډېرو مشتریانو د تیلېفون اخیستو غوښتنې ورکړې وې، خو ''رینګېنګز بېلز'' شرکت د مشتریانو د تقاضاوو په نه پوره کولو تورن شوی دی.

هند د څلورو ډالرو په بیه ځیرک تیلیفون جوړ کړی

هند د نړۍ "تر ټولو ارزانه" ځيرک ټليفون جوړ کړی

د وېشلو یوه شرکت ''آیام انټرپرایزېزس'' ویلي، د ټیلېفون د وېش پخاطر یې ګویل ته د هغه د قانع کولو لپاره ۳ میلیونه روپۍ (۴۵ زره ډالر) ورکړي دي.

خو وايي، ددغه ټیلېفون له لارې یې ایله ۱٫۴ میلیون روپۍ ترلاسه کړې دي، چې په وینا یې، کارکوونکو ته یې د ''پیسو غوښتلو پرمهال څو ځلې'' ان د مرګ ګواښونه هم شوي دي.

د شرکت ویاند راهول سریواستاوا د دغې نیونې په اړه بي بي سي ته وویل ''ګویل به د محکمې پروړاندې راڅرګند شي.''

سرچینه زیاتوي ''د هېواد په نورو سیمو کې هم د هغه پر وړاندې ورته شکایتونه ثبت شوي، چې موږ به په دقت سره دغه ادعاوې وڅېړو.''

دی وايي ''موږ ته مهمه دا ده چې دا ډول ادعاوې وڅېړو، ځکه هغه بې ګناه خلک پکې توان کوي چې په ډېرې خوارۍ یې پیسې ګټلې دي''.

سریواستاوا زیاتوي ''د ټکنالوژۍ په تړاو ډېر فساد وینو او خلک باید له ښه پلان سنجولو مخکې پانګونه ونه کړي''.

د انځور حقوق .
Image caption ښاغل ګویل دا نه مني چې ګني فریډم ۲۵۱ موبایل د خلکو د تېر ایستنې لپاره دی

د تېر کال فبرورۍ میاشت کې ''رېنګېنګ بېلز'' شرکت د خپل ټیلېفون د خرڅلاو د پیسو راټولول پیل کړل.

ګویل د ټیلېفون د اعلان پرمهال وویل، دا ټیلېفون د ''هند کې جوړ'' هغه پروګرام یوه برخه ده چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي یې په ټینګه ملاتړ کړی دی.

دا ټیلېفون په انډرویډ چلیځ سیستم کار کوي، چې په شکل کې د امریکايي اپل شرکت "ایفون ۵" ته ورته دی.

د هندي شرکت دغه جوړ موبایل شا او مخ ته کامرې لري، ښیښه یې څلور انچه ده، اته جي بي داخلي میموري لري، چې تر ۳۲ ګېګا بایټه پورې لوړېدلی شي او یو جي بي رېم پکې ځای پرځای شوی.

دغه نوی تیلیفون په سپین او تور رنګونو کې راوتلی.

تېر کال هند د ځیرک تیلیفون تر ۱۰۰۰ ډېر ډولونه بازار ته رایستلي

د فعالیت سیستم یې د نورو پرمختللو ځیرکو تیلیفونونو په څېر دی، خو د هغوی پرتله یې ځینې اپلیکیشنونه کم دي، د ماشین حساب، د موسیقي غږوونکی، د انټرنېټ لټونګر او د برېښنالیک اسانتیاوې له وړاندې پکې ځای پر ځای شوې دي.

هند په نړۍ کې د ګرځنده تیلیفونونو دویم لوی بازار ګڼل کېږي، چې ویل کېږي د موبایل شاوخوا دوه میلیارده ګډونوال پکې دي.