BBC
 شاته

ډونلډ ټرمپ: پر پوله دیوال له وخته مخکې جوړیږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ وویل، 'دا د امریکا متحده ایالتونه دي، چې زه یې استازیتوب کوم، زه د ټولې نړۍ استازیتوب نه کوم'

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له مکسیکو سره به د دیوال جوړېدل له وخته ډېر مخکې پیل شي.

د کنزرویټیو سیاسي فعالیت کانګریس ته وینا کې نوموړي ژمنه وکړه، چې لومړیتوب به امریکایانو ته ورکړي او پر پوله به یو ' ستر دیوال ' جوړ کړي. ښاغلي ټرمپ وویل ' بد خلک به له هېواده وشړل شي

ټرمپ بیا پر رسنیو تونده نیوکه وکړه

ټرمپ بیا پر رسنیو تونده نیوکه وکړه

میريلنډ کې د دغه ګوند غونډه کې ګډونوالو د ' امریکا- امریکا ' شعارونه ورکول.

د جمعې پر ورځ ډونلډ ټرمپ وویل ' موږ دیوال رغوو '

نوموړي وویل:

'اصلاً موږ ژر د دغه دیوال رغوونه پيلوو، ډېر ژر، له ټاکلي وخته ډېر، ډېر ژر '

د امریکا ولسمشر دغه راز وویل، د اسلامي دولت نومي ډلې له منځه وړلو پر پلان هم کار کوي.

د نوموړي په خبره بهرني اورپکي به امریکا ته د زیان رسولو وړتیا و نه لري او امریکا ته به له سره نه شي ورتلای.

ټرمپ د سویډن برید په اړه د خپلې ناسمې ادعا په تړاو وویل، چې د سویډن موضوع کې پرې ډېرې نیوکې وشوې. هغه وویل:

'زه له سویډن سره مینه لرم، خو د هغه هېواد خلک پوهېږي، چې زه په سمه یم '

وروسته نوموړي د فرانسې بریدونو یادوونه وکړه او ویې ویل، چې یو ملګري یې فرانسې ته سفر خوښ و، خو وايي اوس هلته نه ځي ' پاریس اوس هغه پاریس نه دی '

د نوموړي وینا پر مهال تر ټولو ډېر شعارونه هغه مهال ورکړل شول، چې نوموړي تر هر څه مخکې امریکا ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار وکړو.

هغه وویل:

'نړیواله همکاري، یانې له نورو هېوادونو سره راکړه ورکړه ښه خبره ده، دا ډېر مهم دي، خو نړیواله ترانه نه شته او نه هم نړیواله کرنسي یا نړیوال بیرغ شته.

دا د امریکا متحده ایالتونه دي، چې زه یې استازیتوب کوم، زه د ټولې نړۍ استازیتوب نه کوم، یوازې ستاسې د هېواد استازیتوب کوم. '