شاته

چارواکي وايي ننگرهار یې د داعش یو قوماندان او ١۴ جګړه ماران وژلي

افغان حکومتي چارواکي وايي چې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د داعش خلاف عملیاتو کې د پام وړ پرمختک شوی او دغه ولسوالۍ کې په تازه هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د اسلامي دولت نومې ډلې څوارلس جنکیالي وژل شوي دي.

په ختیځ زون کې د پوځ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندانۍ ویاند ډګرمن شیرین اقا امریکا غږ ته وویل چې د شاهین ۲۵ عملیات یې د هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو کې په بریالتیوب سره دوام لري.

ښاغلی شیرین اقا وايي د عملیاتو په لړ کې یې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د هسکې مېنې د "بر پاپین " کوز پاپین " او خانونو کلي له داعش ډلې څخه پاک کړي او د ګورګورۍ په سیمه یې تازه هوايي بریدونه هم تر سره کړي چې د داعش ډلې د یو قوماندان مولوی نعیم په ګډون څوارلس داعش جنګیالي پکې وژل شوي دي.

هغه وايي چې ددغو عملیاتو پر بنا یې له داعش ډلې څخه ځینې وسلې او ګڼ شمېر مهمات هم لاس ته راوړي دي.

د ننګرهار ولایتي اداره وايي چې دغه عملیات یې په هسکه مېنه او کوټ کې د داعش ډلې د نابودۍ پسې پیل کړي او تر هغې یې نه تماموي چې ددغې ډلې ملا یې نه وي ماته کړي.

داعش له ډلې د قومي مشرانو راخوشې کیدل

د ننګرهار په ولایت کې د ملي اردو د څلورمې لېوا قوماندان برید جنرال نسیم سنګین وايي چې د هسکې مېنې په عملیاتو کې یې هغه ۲۶ قومي مخور له داعش ډلې څخه راخوشې کړي دي چې څو میاشتې وړاندې یې د پچیراګام ولسوالۍ له بر پچیر څخه برمته کړي وو.

خو د سیمي ځینې اوسېدونکي وايي چې دغه قومي مشران داعش وسله والو پخپله خوښه راخوشې کړي وو.

یو تن چې د خپل نوم له اخیستو ډډه کوي امریکا غږ ته وویل چې ددغو قومي مشرانو وخت له داعش ډلې سره پوره شوی و او هغو ی پخپله دا خلک راخوشې کړل.

په پچیراګام ولسوالۍ کې د چارواکو په وینا ۶۳ ځايي اوسېدونکي داعش ډلې وړي و چې تر اوسه یې دېرش کسان راخوشې شوي او له نمايي ډېر لا هم له داعش جنګیالیو سره دي.

داعش ډلې د خپلې راډیو " خلاف " له لارې هم اعلان کړی و چې دغه ځايي اوسېدونکي یې په خپله خوښه خوشې کړي دي، خو د لسګونو نورو ځايي وکړو سرنوشت لا نه دی مالوم چې داعش وسله والو په پچیراګام کې نیولي و.

د تورخم لاره هم بنده ده

تېره اونۍ پاکستاني چارواکو د تورخم دروازه ځکه وتړله چې په هغه هېواد کې په پرلپسې ډول چاودونې وشوې او په دې غبرګون یې له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې.

پاکستان د تورخم دورازه هم وتړله او په سرحدي سیمو کې یې خپل سرتیري زیات کړل چې وروسته افغان حکومت هم په سرحدي سیمو کې خپل نظامي ترتیبات زیات کړل.

د ننګرهار ولایت چارواکو وویل چې پاکستان غواړي له دې لارې په ننګرهار کې د داعش خلاف عملیات کمزوري کړي.

چارواکو ویلي چې اوس ددغو لارو په بندېدو سره دوړو غاړو ته درانه مالي زیانونه اوړي.

د توکو په بیو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی او چارواکي دا هم وايي چې د دواړو غاړو تر منځ خبرې روانې دي چې د تورخم دروزاه چې څومره ژر کېدلی شي بېرته پرانیستل شي.

د پاکستان حکومت خپلو نظامیانو ته امر کړی چې د افغانستان په سرحد کې له پولې څخه په ناقانونه توګه اوښتوونکي کسان وولي.

خو مالومه نه ده چې د لارو بندېدل او د افغانستان او پاکستان تر منځ یو ځل بیا ترینګلې شوې اړیکه به کله او څنګه بېرته راسمې شي.