BBC
 شاته

د سعودي میلیاردر طلاقې ښځې ۱۰۰ میلیون ډالر وګټل

Image copyright AFP
Image caption په لندن کې عالي محکمې وویل، مېړه ولید جفالي او ښځې دوولس کاله خوږ او هوسا ژوند درلود او یوه لور یې هم پیدا شوې وه.

په بریتانیا کې یوې محکمې د پخوانۍ مشهورې موډلې کریسټینا استراډا په ګټه پرېکړه وکړه، چې له خپل پخواني مېړه او د سعودي له میلیاردر نه به د طلاق مقابل کې نژدې سل میلیونه ډالر ترلاسه کوي.

په لندن کې عالي محکمې وویل، مېړه ولید جفالي او ښځې دوولس کاله خوږ او هوسا ژوند درلود او یوه لور یې هم پیدا شوې وه.

خو څلور کاله وړاندې جفالي بله ښځه وکړه او کریسټینا یې په بې خبرۍ کې طلاقه کړه.

کریسټینا د جفالي له خوا د طلاق مقابل کې د ۷۴۰ میلیونو ډالرو له اخیستو ډډه وکړه، دا چې سعودي کې یې خبره نه اورېدل کېده، بریتانیا کې یې محکمې ته عریضه وکړه چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره جفالي دا مبلغ لوړ کړي:

''قاضي ومنله، چې دواړو [مېړه او ښځې] استثنايي ژوند درلود''.

کریسټینا له شتمن جفالي سره هوسا ژوند درلود او د هغه په ځینو ملکیتونو کې هم ورسره شریکه وه.

۵۴ کلنې کریسټینا وړاندې ویلي وو، چې له خپل پخواني مېړه او د سعودي له شتمن سوداګر ۶۱ کلن شیخ ولید جفالي نه د خپلو "اړتیاوو" د پوره کولو لپاره د یو میلیون نورو پونډو غوښتونکې ده.

د کریسټینا یوه وکیل ویلي، د هغې مخکینی مېړه ولید جفالي شاوخوا اته میلیارده پونډه لري.

خو جفالي، چې درې ځلې یې واده کړی، ویلي، اوسنۍ ټوله شتمنۍ یې ایله ۱۱۳٫۸ میلیون پوڼده ده.

Image copyright AFP
Image caption ښاغلي جفالي ته د جولای تر ۲۹ پورې وخت ورکړل شوی چې اسټراډا ته پاتې مبلغ هم وسپاري.
Image copyright Getty
Image caption شیخ جفالي له یوې ۲۵ کلنې لبنانۍ موډلې سره په په ۲۰۱۲ کال داسې مهال واده کړی و، چې اغلې اسټراډا یې لا نه وه طلاقه کړې.

جفالي د محکمې پرېکړې ته نه دی حاضر شوی، ځکه چې د سرطان ناروغي لري او دا مهال تر درملنې لاندې دی.

شیخ ولید جفالي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خپلې شتمنۍ ډېره برخه یې – له کریسټینا د پیدا شوې لور په ګډون - خپلو درو مشرانو اولادونو ته پرېښې ده.

شیخ ولید په ۲۰۱۴ کال اغلې اسټراډا د اسلامي قانون مطابق طلاقه کړې ده، خو هغې ته یې خبر نه دی ورکړی.

نوموړي له یوې ۲۵ کلنې لبنانۍ موډلې سره په په ۲۰۱۲ کال داسې مهال واده کړی و، چې اغلې اسټراډا یې لا نه وه طلاقه کړې.

ښاغلي جفالي ته د جولای تر ۲۹ پورې وخت ورکړل شوی چې اسټراډا ته پاتې پیسې هم وسپاري.

Image copyright PA
Image copyright Press Association