BBC
 شاته

د کار موندلو او کاري پرمختګ لارې چارې

د انځور حقوق .
Image caption دا کتاب له سي وي لیکلو نیولې، تر کار پیلولو، کاري پرمختګ، له همکارانو سره چلند او بیا ان پر استعفا لیکلو څرخي.

وايي تجربه د ژوند دویم نوم دی، دا هم ویل کېږي، چې تجربه له پوهې غوره ده. خو ژوند یا تجربه د بریو او ناکامیو بهیر دی، انسان ته سبق ور کوي، له بري خوند اخلی او د لري د بیا نه پېښېدو هڅه کوي.

خو که له تجربې مخکې داسې لارې ومومو چې له ناکمیو ځان وژغورو، د خپګان پر ځای خوښي او د ماتې پر ځای یواځې بری تجربه کړو، نو بیا په خپل کاري ژوند کې د مسلکي پوهې ترڅنګ پر خپل کاري چاپېریال پوهېدل پکار وي.

دغسې پوهه په یو نوي کتاب ( د کار چاپېریال) کې موندلی شو. د مدیریت په برخه کې دا کتاب پر کاري اصولو او ادابو څرخي. پښتو ژبه کې د مدیرانو یا مدیریت لپاره ډېر کتابونه کښل یا ژباړل شوي، خو زما په لوستلو کتابونو کې دا لومړی ځل دی چې د کارمن لپاره د لارښوونو، سپارښتنو او وکړه، مه کړ له کتاب سره مخ کېږم.

* شتمن خلک ولې کار کوي؟

* ایا ډېر خوب د کار لپاره ښه دی؟

دا کتاب اته څپرکي لري او پیل یې هم د ګومارنې پر پروسه شوی، چې څنګه سي وي ولیکو، که د کار لپاره مرکې ته وغوښتل شو، ټاکلي وخت ته د رسېدو لپاره کله روان شو. د بریالۍ مرکې لپاره څه وکړو، چلند مو څنګه وي او څنګه خبرې وکړ او پوښتنې به څنګه ځوابوو. که وګومارل شو، نوي دفتر ته اوله ورځ څه وخت لاړ شو.

په کتاب کې دا هم ویل شوي چې د همکار یا اداري مشر اشاري چلند څه مانا لري، لکه کورتۍ وېستل، ټنۍ خلاصول، سترګۍ لرې کول، د پوزې موښل، مېز ټکول، د پښو پنجه یو پر بل اېښودل، سترګې پټول، سترګې ځمبل، اوږده کتل او داسې نورې اشارې.

په کتاب کې دا هم ویل شوي چې د روښانه او خوشال راتلونکي لپاره خپله تنخا څنګه ولګو، سپما څنګه وکړو، د بې ځایه لګښت مخنیوي ته څه پکار دي او که تنخا مو ډېر کمه وي بیا هم څنګه هره میاشت پیسې وسپموو.

دا کتاب ولې ولیکل شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کار چاپېریال دا هم وايي، چې د اداري کارونکو لپاره ناسته څومره مهمه وي، خبرې مو څومره اړینې دي او له کوم ډول تیاري سره ورشو.

د کار چاپېریال د ځوان لیکوال میر احمد یاد لیکلی اثر دی چې نږدې میاشت وړاندې چاپ شوی دی. د کتاب لیکوال د مدیریت برخه کې د انساني سرچینو څانګه کې لوړې زدکړې کړې دي.

لیکوال په سریزه کې وايي، له هغه ورووسته یې د دې د کتاب لیکلو ته مټې بډ وهلې چې د فیسبوګ یوه ملګري کارن یې یو وزیر په دې ستایلی و، چې یوه مدیره یې ځکه له دندې لرې کړې چې ډېر سینګار یې کاوه.

لیکوال پر نورو مسلو سربېره دا هم لیکلی، چې مېرمنې څنګه سینګار وکړي، کوم ډول ګوتې، ګوتمۍ، غاړه کۍ، بوټان یا نور سینګار توکي وکاروي، وېښتان یې څنګه وي او کوم ډول خوشبويي ولګوي یا نه او جامې یې څه ډول وي.

نارینوو ته هم ورته سپارښتنې هم لري، چې څه ډول جامې واغونځي، ملاوستونی یې څنګه وي، کوم رنګ بکس وکاروی یا څنګه سترګۍ په سترګو او ګړۍ په لاس کړي.

* اروپايي ټولنه څه ده اوڅرنګه کار کوي؟

* له هغه چا سره به څه کوې چې پر تا تسلط غواړي؟

کتاب کې پر نکټايي هم بحث شوی او د نکټايي تړلو شکلونه یې هم انځور کړي او دا یې هم ویلي چې نیکټايي پسته که کلکه وي، څنګه یې وتړو او اوږدوالی یې تر کومه ځایه وي.

د کار چاپېریال لیکوال ټولنیزو حساستونو ته په پام د نیکټايي د روا والي لپاره د اسلام له اړخه د وتلي دینپوه ذاکر نایک دا نظر هم راوړی: (هغه لباس چې د بل مذهب نښه یا سمبول وي، حرام دی. خو خلک تېروتي چې وايي، کورتۍ، پتلون او نیکټايي د عیسوي مذهب نښه ده. که انجیل ولولو په یو ځای کې یې هم نه دي لیکلي چې نیکټايي د عیسوي مذهب نښه ده. دا هم تېروتنه ده چې ځینې مسلمانان وايي، نیکټايي د صلیب نښه ده. که د بریټانیکا دایرت المعارف پر څېړنه استناد وکړو، پکې یې لیکلي دي، چې نیکټايي لومړی بوسنیا کې اغوستل شوې ده د دې لپاره چې کالي را غونډي کړي دا د بوسنیا کلتوري لباس و او د بوسنیا خلک هم مسلمانان دي، نو دا د عیسویت نښه نه ده)

د ټولنې له غوښتنو سره جوړ کتاب

د انځور حقوق .
Image caption د نکټايي په تړاو د ذاکر نایک نظر را اخیستل شوی، چې وايي، نکټايي نه د صلیب نښه ده او نه په انجیل کې راغلې، بلکې د بوسنیا خلکو کلتور دی، چې مسلمانان دي.

د کتاب لیکوال که څه هم له مختلفو بهرنیو لوېدیزو کتابونو او سرچینو کار اخیستی، خو لکه د نیکټايي په تړاو یې د ذاکر نایک نظر راوړی، داسې په نورو برخو کې هم افغان ټولنې ته په پام د کاري چاپېریال لپاره سپارښتنې لري او همدارنګه وايي، چې نارینه کارمن له خپلې همکارې سره پر څه خبرې وکړي او پر څه یې ونه کړي، نارینه له نارینه ملګرو، همکارانو، مدیر او یا خپلې مدیرې سره څه وړ چلند وکړي چې پر نورو ونه غمېږي، د خپل پرمختګ خنډ نه شي او هم د وړاندې تګ لارې ور پرانیستل شي.

د کتاب لومړی څپرګی که په سي وي لیکلو او له ادارې سره د تړون پر لارو چارو دی، په بدو کاري حالاتو کې د ځان ژغورلو او یا هم بل ځای د ښه کار موندلو پر مهال د استعفا ور کولو لارښوونې هم لري او لوستل یې د هر هغه چا لپاره بې ګټې نه دي چې په کاري چاپېریال کې د بري او پرمختګ لپاره لارښود نه لري او یا هم نورو ته په دغه برخه کې د سپارښتنو هیلمن وي.