BBC
 شاته

عراقي ځواکونه د موصل د نورو سیمو د نیولو هڅه کوي

د انځور حقوق EPA
Image caption د اسلامي دولت نومې ډلې وسلوال هوايي ډگر ته ورڅېرمه له يوې اډې او له المامون ولسوالۍ هم په شا تمبول شوي دي.

د عراق امنيتي ځواکونه د موصل هوايي ډگر تر نيولو وروسته د خپلومورچو پر ټنيگولو لگيا دي، او پر شاو خوا سيمو د ولکې هڅه کوي.

د موصل نيولو عملياتو کې د ښار ډېرې ختيزې او د جنوب لوېديزې سيمې د حکومتي ځواکونو ولکه کې راغلې او اسلامي دولت نومې ډلې خپل ځواکونه د ښار لوديځ کې گڼ ميشتو سيمو ته ليږدولي دي.

عملیات وړمه شپه د امريکا په مشرۍ د ټلوالې په بريدونو پيل شول. عراقي ځواکونو د هوايي ډگر او ورڅېرمه دوو ولسواليو په لور پر مختگ پيل کړ او د هوايي ډگر دفاعي ليکه يې ماته کړه.

* د عراق موصل کې جګړه

* د "داعش" ماتولو لپاره د فساد ختمول اړین دي"

* د عکسونو البوم: د مرغلرو تاج که د عراق پټلۍ

د اسلامي دولت نومې ډلې وسلوال هوايي ډگر ته ورڅېرمه له يوې اډې او له المامون ولسوالۍ هم په شا تمبول شوي دي.

د سيمې يو اوسېدونکى وايي د داعش جنگيالي له سيمې تښتېدلي دي.

"هلته د اسلامي دولت نومې ډلې ډېر وسلوال وو، خو سهار مهال د هوايي بريدونو له سختېدو سره ځينې يې وتښتېدل. کله چې د ترهگرۍ ضد ځواکونو هموی گاډي را ورسېدل نو هغوى د المامون سيمې ولکه له لاسه ورکړه او شا ته شول."

چارواکي وايي، هوايي ډگر که څه هم ويجاړ شوى خو نيول به يې د موصل لوېديځ ته د غځېدلو لارو په خوندي کولو کې له دوى سره مرسته وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بهرنیو ځواکونو په هوایي ملاتړ عراقي ځواکونو عملیات پیل کړي دي.

عراقي ځواکونو د موصل ختيزې برخې تېره مياشت ونيولې او اوس د دغه ښار له لوېديزې برخې يواځې شاو خوا يو نيم کيلومټر لرې دي.

ويره ده چې د داعش غړي به د موصل د لوېديځ ډېرو ګڼ مېشتو سيمو کې مورچې ونيسي او له هغه ځايه به پر عراقي ځواکونو بريدونه وکړي.

په همدې حال کې ملگرو ملتونو په سيمه کې د ايسار پاتې وگړو خونديتابه په اړه اندېښنه څرگنده کړې او اټکل کوي چې شاو خواه ٨٠٠ زره وگړي به لا هم په سيمه کې بند پاتې وي.

د جگړې له لومړۍ کرښې رارسيدلو انځورونو کې عراقي پوځي گاډي ليدل کېږي چې د اسلامي دولت نومې ډلې د سيمو پر لور د پرمختگ تيارى کوي.