BBC
 شاته

د تورخم پر تړلې پوله د ناوې انتظار

د انځور حقوق Getty Images

قاري رضوان الله، چې د افغانستان یوه جومات کې ملا امام دی، وايي د دوو وروڼو ناویانې یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې تړل کېدو له کبله د واده کالیو کې د پولې پرانیستل کېدو ته پېښور کې انتظار کوي.

رضوان الله وايي، ناوې یې خپلوانې دي، چې پاکستان کې اوسي او له پروګرام سره سم یې د خپلو وروڼو عابد او انعام الله دغه دوې ناوې افغانستان ته بېولې، ټول مراسم تر سره شوي وو، وراباڼو ډوډۍ هم خوړلې وه چې پوله وتړل شوه.

د پېښور ښار په څنډو کې دغه دوې ناوې د واده په شپه د خسرګنۍ کره تلو ته چمتو ناستې وې، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله وتړل شوه او دواړه منتظرې پاتې شوې.

دواړه ناوې له اوو ورځو راهیسې انتظار کوي، چې پوله پرانیستل شي او د دوی ډولۍ وړلو لپاره وراباڼې راشي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې تړل کېدو له کبله که د ځايي خلکو پر نورو ورځنیو چارو اغېز شوی، نو د دغو دواړو ناویو د وصال شېبې یې هم ځنډولې.

د انځور حقوق Getty Images

نوموړی وايي پاکستان کې هېڅوک نه پېژني او له دې کبله نه شي کولای د ناویو لېږدولو اجازه تر لاسه کړي.

له اوو ورځو راهیسې پاکستان له افغانستان سره خپله پوله تړلې، چې له کبله یې دواړو غاړو ته ګڼ کسان ایسار پاتې دي او دغه راز په سوداګریزو توکو بار ګاډي هم د پولې دواړو غاړو ته ولاړ دي.

د ګاډو ډرېوران د لارې اوږدو کې د لارې پرانیستل کېدو انتظار کوي. دوی وايي که له مخکې د پولې تړل کېدو اعلان شوی وای دوی به پاکستان ته نه تلو، خو اوس نه پوهېږي، چې څه وکړي، ځکه په وینا یې دا معلومه نه ده، چې تر څه مهاله به پوله تړلې پاتې وي.