هند: معبد ته د ۷۵۰ زرو ډالرو ډالۍ د خلکو غوسه پارولې
د هند سویلي تلنګانا ایالت اعلی وزیر یوه مشهور معبد ته د ۷۵۰ زرو روپیو سره زر ډالۍ کړي، چې له کبله یې پر نوموړي سختې نیوکې شوې.
اعلی وزیر کي چندر شیکهر راو د چهارشنبې پر ورځ د یوه نوي ایالت لپاره د کمپاین پیلېدو لسمې کلیزې بریا په مناسبت له دولتي بودجې د اووه نیم سوه زرو ډالرو ارزښت سره زر یوه معبد ته ډالۍ کړل.
د نوموړي پر دغې ډالۍ د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو سختې نیوکې کړې.
هند په اداري تشکیل کې ۲۹ ایالت جوړ کړ
پر ښاغلي راو پروسږ کال د ۷۳ لکو ډالرو په ارزښت د کور پېرلو له کبله هم نیوکې شوې وې.
یوه ځايي افسر اي ایف پي خبري اژانس ته د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي، چې دغه پېسې له دولتي بودجې اخیستل شوې.
ځايي اوسېدونکي وايي باید دغه پېسې د خلکو د خیر، ښېګړې لپاره کارول شوې وای.
تلنګانا ایالت ۲۰۱۴ کال کې له اندهراپردېش ایالت نه ګوښی شو او د یوه بېل ایالت په توګه اعلان شو.
د دغه ایالت یو شمېر خلکو فکر کاوه، چې دوی له پامه غورځول شوي دي، ځکه دوی د یوه ځانګړي ایالت لپاره اوږده مبارزه وکړه.
د دغه ایالت نفوس له ۳۵ میلیونه ډېر دی او د حیدراباد ښار په ګډون د اندهراپردېش ایالت له پخوانیو لسو ولسوالیو جوړ شوی دی.