BBC
 شاته

د عراق موصل کې جګړه

د عراق موصل كې جګړه ګرمه روانه ده. حکومتي ځواکونه درنو نښتو کې د دغه ښار هوايي ډګر پر لور وړاندې تللي. چې د ښار له نيمې لوېديځې برخې د اسلامي دولت نومې ډلې اورپکو ايستلو کې د حکومت د روان پوځي يون مهمه موخه ټاکل شوې ده. راپورونو کې ويل شوي له اورپکو سره درنې نښتې شوې، چې لا پر يو څو ودانيو ولکه لري. پر همدې مهال د عراق امنيتي ځواکونه وايي څه د پاسه يوه مياشت مخکې له هغه راهيسې چې د موصل ختيځې برخې یې نيولې، هلته یې د داعش له زرو زيات شکمن غړي نيولي دي. چارواکي وايي پټې حجرې او ډلې موصل کې د امنيت پر وړاندې يو جدي ګواښ جوړوي. د بي بي سي عربۍ بشير الزيدي ته کمسارې اجازه ورکړل شوې، چې د امنيتي ځواکونو له چاپو سره مل شي.