BBC
 شاته

الطاف حسین: پاکستان کې په لوی لاس پښتانه ځپل کېږي

الطاف حسین د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلی حسین وايي پاکستان کې پښتانه د دې لپاره په بې رحمۍ توګه ځپل شوي، چې دوی ټول عمر د غږ پورته کولو وړتیا و نه لري.

د پاکستان ایم کیو ایم (متحده قومي غورځنګ) ګوند لندن مېشتی مشر الطاف حسین په یوه غږیز پیغام کې ویلي پاکستان کې په لوی لاس پښتانه ځپل کېږي.

د نوموړي په وینا کله چې نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ په تړاو شکایتونه وکړل چې له پاکستانه صادریږي، په وینا یې په قبایلي سیمو کې پر بیوزله پښتنو بریدونه وشول.

ایم کیو ایم د هغو اردو ژبو تر ټولو لوی ګوند دی چې له هنده د پاکستان د بیلتون پر مهال دغو سیمو ته ورغلي او د مهاجر په نوم یادېږي.

ښاغلی حسین وايي پاکستان کې پښتانه د دې لپاره په بې رحمۍ توګه ځپل شوي، چې دوی ټول عمر د غږ پورته کولو وړتیا و نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د الطاف حسین پر ګوند ایم کیو ایم تورونه دي چې ګواکې له کراچۍ مېشتو پښتنو سره په زور زیاتي کې ښکېل دي او د دوی په وژنو کې لاس لري.

له یوې مودې راهیسې دغه سیاسي ګوند په کراچۍ کې د امنيت په خرابولو هم تورنېږي.

لندن کې د الطاف حسین د پېسو سپینولو دوسیه وتړل شوه

کراچۍ: د الطاف حسین له څرګندونو وروسته سیاسي ناکراري

نوموړي په خپل دغه پیغام کې ویلي "هغه پښتانه چې له خپلو سیمو د ترهګرۍ له وېرې د هېواد نورو سیمو ته کډوال شوي، د ترهګرو په نوم هغوی هم نیول کېږي او په زندانونو کې اچوول کېږي".

ښاغلي الطاف د پښتونو په ګډون اردو ژبي مظومان وګڼل او د پاکستان پر پوځ او استخباراتو یې تور پورې کړ چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي او جهادي ډلو رامنځته کولو کې لاس لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان پر ضد له شعارونو وروسته د دغه هېواد پوځ لخوا د ایم کیو ایم یو شمېر سیاسي غړي او مشران ونیول شول

د الطاف حسین ګوند چې ویل کېږي مخکې يې د پاکستان له پوځ سره ښې اړیکې وې، په دې وروستیو کې يې ورسره اړیکې خرابې شوي دي.

ایم کیو ایم تر ټولو لوی سیاسي ګوند دی، چې له تېرو درېیو لسیزو راهیسې يې په سیند ایالت په ځانګړې توګه کراچۍ کې واک درلود.

الطاف حسین وايي پاکستان کې بېوزله پښتانه د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په نامه وژل کېږي، خو په خبره یې د پنجاب مېشتو وسله والو پر ضد هېڅ ډول فعالیت نه تر سترګو کېږي.

نوموړي دغه راز پر پاکستاني ادارو تور پورې کړ، چې په ځینو برخو کې د وسله والو پر شتون او فعالیتونو سترګې پټوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې الطاف حسین پر پاکستاني چارواکو نیوکې کوي.

نوموړي د ۲۰۱۶ کال اګست کې له لندنه په ټيلفوني وینا کې یوې ولسي غونډې ته وویل، پاکستان اوس د ترهګرو ځاله جوړه شوې او له دې وروسته به 'د پاکستان زنده باد ناره ونه وهي'.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر کال د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له بریتانیا وغوښتل چې الطاف حسین ور وسپاري.

د پاکستان پر ضد د نوموړي هغه شعارونه د غونډې ګډونوالو ورسره بدرګه کړي و.

الطاف حسین هغې غونډې ته وینا کې نه یوازې د پاکستان پرضد بلکې د دغه هېواد د هغه مهال پوځ د مشر پرضد هم د مرده باد شعارونه ورکړل، چې تردې وروسته د پاکستاني پوځ لخوا د دغه ګوند یو شمېر سیاسي مشران ونیول شول.

د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې د یوه لوی سیاسي ګوند په غونډه کې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول کېږي.

له دې څرکندونو وروسته سیاسي ترینګلتیا را منځ ته شوه او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له بریتانیا وغوښتل چې الطاف حسین دې ور وسپاري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایم کیو ایم د هغو اردو ژبو تر ټولو لوی ګوند دی چې له هنده د پاکستان د بیلتون پر مهال دغو سیمو ته ورغلي او د مهاجر په نوم یادېږي.