BBC
 شاته

د افغان پوځ یوه چورلکه کندوز کې "لوېدلې"

هوايي د انځور حقوق Getty Images
Image caption وروستیو کې د افغانستان هوايي ځواک تر پخوا په جګړو کې ډېره ونډه اخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د افغان ځواکونو یوه ام ډي ۵۳۰ ډوله چورلکې د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې، خو وسله وال طالبان یې د ویشتلو ادعا کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بي بي سي ته وویل چې دغه الوتکه تخار ولایت ته پر لار وه چې په هوا کې تخنیکي عوارض ورته پیدا شول او د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې یې بېړنۍ ناسته وکړه.

جنرال نېکولسن- د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو جګړه په ټپه ولاړ حالت کې ده

لوګر کې غورځېدلې چورلکه د ''پاکستان د پنجاب ایالتي حکومت'' ده

ښاغلی وزیری وایي په پېښه کې افغان ځواکونو ته "مرګ ژوبله نه ده اووښتې او ټوله سپرلۍ یې ژغورل شوې ".

د ښاغلي وزیري په وینا وروسته له دې چې افغان چارواکي پوه شوي د ترمیم وړ نه ده، الوتکه یې "همالته تخریب کړې. "

د انځور حقوق Getty Images

خو وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چورلکه د دوی په ډزو رالوېدلې. دغه ډله وايي الوتکه یې تخار ولایت کې ویشتلې وه چې بالاخره کندز ولایت کې کښېناستا ته اړ شوې ده. طالبانو ادعا کړې چې پېښه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د دفاع وزارت ویاند وايي چې دوهمې چورلکې د لومړۍ سپرلۍ له ځانه سره پورته کړې او ټول خوندي دي.

"کندوز کې د وروستيو عملياتو موخه د طالبانو لوړ پوړي قومندانان وو"

د چورلکې لوېدو کې د افغان قول اردو یو قومندان وژل شوی

طالبانو هم د دوهمې چورلکې د شتون او له سیمې د خوندي تلو خبره کړې.

د انځور حقوق Getty Images

وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې زور اخیستی چې د افغانستان هوايي ځواک تر پخوا پکې ډېره ونډه لري.

پوځي کارپوهان وايي د افغانستان هوايي ځواک ته له لږ شمېر ورکړلو شویو الوتکو تر ټاکل شوې اندازې ډېره استفاده کېږي چې دا د عوارضو لامل کېدای شي.