شاته

اروپايي اتحادیه: اروپا ته ډیری تلونکي افغانان اقتصادي مهاجرین دي

په کابل کې د اروپایي اتحادیې دوه کسیزه پارلماني پلاوی وايي، اکثرو افغانو د اقتصادي ستونزو له امله اروپايي هیوادونو ته مهاجرت کړی او ټینګار کوي، چې د دا ډول مهاجرتونو د مخنیوي لپاره باید نوې لارې چارې ولټول شي.

داروپا د اتحادیې دوه کسیزه پارلماني پلاوي، کابل ته په خپل وروستي سفر کې له افغان دولتي چارواکو سره د لیدنې پر مهال د افغانستان پر مهمو مسلو خبرې کړې دي.

د دغه پلاوي غړي هیربرت دورفمن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، سره له دې چې په اروپا کې له افغان مهاجرینو سره دوه ګونی چلند نه کیږي، خو پر وینا یې اروپا له ټولو غواړي چې د مهاجرت په تړاو نړیوالو کنوانسیونونو ته درناوی وشي.

هیربرت دورفمن پر وینا په اروپا کې د پناه غوښتنې او اوسیدو په اړه افغانانو ته د یو شمیر اروپايي هیوادونو له خوا بې‌ځایه ژمنې او غلط معلومات ورکړل شوي دي، چې له امله یې په زیات شمیر افغانانو اروپايي هیوادونو ته مخه کړې ده.

هیربرت دورفمن وویل "اروپايي اتحادیه مجبوره ده، چې خپلې پولې د مهاجرینو پر مخ پرانیستي پریږدي، د هغو مهاجرینو لپاره چې په رښتیا له سیاسي او امنیتي ستونزو سره مخ دي، خو اکثره افغانان په اروپا کې اقتصادي مهاجرین دي او د اقتصادي ستونزو له امله اروپا ته تللي، موږ باید د قانوني مهاجرت ممکنې لارې پرانیزو او له افغانستان سره د قانوني مهاجرت لړۍ پیل کړو. موږ په دې برخه کې تر سیاسي فشارونو لاندې هم یو او اړتیا وه چې دا پیغام افغانانو ته ورسوو."

دا په داسې حال کې ده چې تیر میلادي کال ۱۲۰ زره افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې ده. خو له یو شمیر اروپايي هیوادونو سره د افغان حکومت د موافقې له مخې، هغه افغانان بیرته خپل هیواد ته راستنول کیږي، چې په اروپا کې یې د پناه غوښتنې اسناد منل شوي نه وي.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سلاکار حفیظ میاخیل امریکا غږ ته وویل، د همدې موافقې له مخې نن سهار ۱۸ تنه افغان پناه غوښتونکي له جرمني څخه افغانستان ته راستانه شول.

د میاخیل پر وینا، د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان او آلمان ترمنځ د ګډې اعلامیې له لاسلیک وروسته تر دې مهاله ۹۳ افغانان چې د پناه غوښتنې اسناد یې په اروپا کې منل شوي نه دي، د آلمان په ګډون د یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو څخه بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې شاوخوا ۳۵۵ زره افغانان په اروپا کې مهاجر دي، چې له دې شمیرې نږدې ۲۵ زره یې په ۲۰۱۶ کال کې بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

​د افغان سولې بهیر

د اروپا د اتحادیې دغه دوه کسیزه پارلماني پلاوي وویل، چې هغوی د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د روغې جوړې هرکلی کوي، خو ټینګار یې وکړ، چې د سولې په خبرو کې د ټولو افغانانو غوښتنې په پام کې ونیول شي.

د دغه پلاوي بل غړي پیټراس اسټویکس د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال، له اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې موافقې لاسلیکول په افغانستان کې د سولې لپاره یو ښه ګام وباله او د دغه بهیر پر دوام یې ټینګار وکړ.

پیټراس اسټویکس وویل "موږ د سولې یو رښتیني بهیر ته لیوالتیا لرو، افغانستان په نړۍ کې یواځینی هیواد نه دی چې سوله تجربه کوي، بلکې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپایي اتحادیې ټول تاریخ د مشارکت او سولې پر بنسټ جوړ شو، موږ د افغانستان د ټولنې او د دغه هیواد پيچلی وضعیت درک کوو، خو زموږ په نظر دا امکان لري، چې په دغه هیواد کې سوله راشي، له یو شمیر مخالفو وسله‌والو ډلو (اسلامي حزب) سره سوله یو ښه پیل دی او دا باید دوام ومومي."

خو ښاغلي اسټویکس ټینګار وکړ، چې د سولې په خبرو کې باید د افغانستان د ټولنې ټول قشرونه ونډه ولري او په کې د جګړې د قُربانیانو حقونه هم خوندي وساتل شي.