شاته

په پاکستان کې په دوو اونیو کې سخت دریځو پنځه بریدونه کړي

د پاکستان د لاهور ښار په یو گڼ مارکیټ کې یوې بمي چاودنې لږ تر لږه اته تنه وژلي او ٢٠ تنه یې ټپیان کړي دي.

د پنجاب د پولیسو ویاند نایاب حیدر د رویترز اژانس ته ویلي چې دغه چاودنه د "یو دمخه ځای پر ځای شوي" بم په نتیجه کې رامنځ ته شوې ده. د هغه په وینا دا بم دمخه پروگرام شوی و او یا هم په لېرې کنترولیدونکې الې منفجر شوی دی.

پولیسو د پیښې ځای محاصره کړی و او چاته یې اجازه نه ورکول چې سیمې ته ننوځي، ځکه پولیسو د بریدگر په لټه بوخت وو. حکومتي چارواکي وایي په سیمه کې د یو ټایر چاودنه هم رامنځ شوې وه چې د حالاتو په وجه د ویرې او ډار سبب شوی ده.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددغه برید مسؤلیت نه دی اخیستی.

په وروستیو اونیو کې پاکستان د یاغي ډلو له حملو سره مخامخ شوی چې د هیواد په گوټ گوټ کې لږ تر لږه ١٣٠ تنه په کې وژل شوي او په سلگونو کسان ټپیان شوي دي. تر ټولو سخته حمله د سند په ایالت کې د شهباز قلندر په زیارت کې وه چې ٩٠ کسه په کې ووژل شول.

د پنجشنبې د ورځې بمي چاودنه په لاهور کې د دوو اونیو په ترڅ کې دوهمه حمله وه. د فبرورۍ په ١٣ د لاهور ولایتي شورا ته نژدې بمي برید ١٣ تنه وژلي وو او څه دپاسه ٨٠ تنه په کې ټپیان شوي وو.

حکومت او پوځي مقاماتو د ځانگړو عملیاتو ژمنه کړې ده چې د هیواد په گوټ گوټ کې سخت دریځه وسله وال وځپي.‏ همداشان پاکستان د افغانستان سره په تورخم او سپین بولدک کې خپلې سرحدي دروازې تړلي دي.

د پاکستان حکومت د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسلامي سخت دریځو د ځپلو لپاره پنجاب ته ملیشه ځواکونه استوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې ملیشه قواوی به د ٦٠ ورځو لپاره پنجاب ته واستول شي چې د محلي قواوو سره د افراطیت د ترویجونکو مدرسو او د سخت دریځو د جلب و جذب د شبکو په گډون د افراطي ډلو په ځپلو کې مرسته وکړي.