BBC
 شاته

د ۵ زونونو کریکټ اتلولي بند امیر لوبډلې وګټله

د انځور حقوق FAZALYAR
Image caption پای لوبې ته د مس عینک او بند امیر لوبډلو لاره پیدا کړې، چې بند امیر لوبډلې وکولای شول، سیالي لوبډلې ته په ۶ ویکټو لویه توپیر ماتې ورکړې.

د افغانستان په سوېل ختیځ خوست کې د کریکټ د ۵ زونونو په کچه پیل شوې سیالۍ د بند امیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو یو ورځنیو سیالیو کې د پنځو زونونو (میس عینک، بُست، بند امیر، سپین غر او امو) لوبډلو برخه لرله، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ او د لوبډلو ترمنځ ۱۱ لوبې ترسره شوې.

سیالۍ په خوست کې د مناسب موسم له مخې په دوو لوبغالو ملي او خصوصي هغه کې ترسره شوې.

پای لوبې ته د مس عینک او بند امیر لوبډلو لاره پیدا کړې، چې بند امیر لوبډلې وکولای شول، سیالي لوبډلې ته په ۶ ویکټو لویه توپیر ماتې ورکړې.

د پای لوبې ټاس مس عینک زون وګاټه او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې ټوله لوبډله یې یوازې په ۶۷ منډو راټوله شوه.

نوروز منگل تر ټولو بريالى افغان کپتان

نوروز منگل: شاپور، نور علي او شفيق بايد تيار کړو

بند امیر لوبډلې وکولای شول، سیالي لوبډلې ته د ۶ ویکټو او ۴۵ اورونو په پرېښودو سره په لوی توپیر ماتې ورکړي.

غوره لوبغاړی

د بند امیر لوبډلې شاهد الله چې د مس عینک لوبډلې ۴ لوبغاړي یې سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د مس عینک زون د کریکټ مسؤول خوشال بي بي سي ته وویل: "د دغو سیالیو له جوړېدو زموږ موخه دا ده، چې دوه کاله وروسته ۱۹ کلنې لوبډلې ته پیاوړي ځوانې وړتیاوې وړاندې کړو."

ده وویل، هغه لوبغاړي، چې استعدادونه یې وښودل دوی ټول ثبت شوي: "څلویښتو پورې لوبغاړي راباسو او بیا یې په بېلابېلو وختونو کې تر روزنې لاندې نیسو هیله لرو، چې موږ به راتلونکو ملي لوبډلو ته ښه ځوان د کریکټ لوبغاړي ولرو."

د انځور حقوق ACB
Image caption دوه اونۍ وړاندې بیا هم کریکټ بورډ په خوست او نورو ولایتونو کې له سلګونو لوبغاړو د زونونو په کچه د ۱۶ کلنو لوبډلو لوبغاړو د ټاکل په موخه ازموینه واخیسته

کریکټ بورډ یوه میاشتې وړاندې په خوست او ننګرهار کې د شلو ولایتونو د کریکټ لوبغاړو ترمنځ په دې موخه سیالۍ وکړې، چې د دغو لوبغاړو له منځه به د ۵ زونونو لوبدلو ته لوبغاړي وټاکي.

دوه اونۍ وړاندې بیا هم کریکټ بورډ په خوست او نورو ولایتونو کې له سلګونو لوبغاړو د زونونو په کچه د ۱۶ کلنو لوبډلو لوبغاړو د ټاکل په موخه ازموینه واخیسته او د غوراوي کمیټې مشر نوروز منګل ویلي و، چې د شلو ولایتوتونو ترمنځ په ترسره شویو سیالیو کې کریکټ بورډ سره له ستونزو او لګښتونو کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه درلوده.

د مس عینک زون ۱۶ کلنو کریکټ لوبډلې ته زلمیان غوره کېږي