BBC
 شاته

جرمني ۱۸ رد شوي افغانان کډوال کابل ته واستول

د افغان کډوالو پر بېرته ستنولو اعتراض کوونکو پلاکارډ په لاس کې نیولی چې پرې لیکل شوي افغانستان امن نه دی د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغان کډوالو پر بېرته ستنولو اعتراض کوونکو پلاکارډ په لاس کې نیولی چې پرې لیکل شوي افغانستان امن نه دی

افغانستان ته د رد شویو کډوالو د بېرته ستنولو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ په درېیمه الوتنه کې ۱۸ افغان پناه غوښتونکي د جرمني له میونیخ نه کابل ته ورسېدل. تردې وړاندې په دوو بېلابېلو الوتنو کې شپېته کسان له جرمني نه افغانستان ته استول شوي و.

تېره ورځ د جرمني کابینې د پناه غوښتونکو لپاره د ارزونو سختولو نوي وړاندیز شوي مقررات تایید کړي چې د هغو کسانو لپاره شرایط لا سختوي چې په دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنه رد شوې ده. په دې کې هغه افغانان هم راځي چې د افغانستان له شمال او کابل نه جرمني ته تللي دي.

نوي مقررات که څه هم د حکومت لخوا تایید شوي، خو د پارلمان تصویب ته هم اړتیا لري.

د کډوالو پروړاندې د انګېلا میرکل د تېر کال د پرانستو دروازو سیاست هم په جرمني او هم نورو اروپایي هېوادونو کې له کلکو نیوکو سره مخ شو. دوه اونۍ وړاندې د جرمني ۱۶ ایالتي حکومتونو د هغو کډوالو د ویستلو لړۍ توندولو سره موافقه وکړه چې غوښتنې یې رد شوي دي.

د جرمني د دفاع وزیر توماس دیمیزر وایي؛ هغه کډوال چې انګېرل کېږي خطرناک دي، تر اخراج پورې به په بند کې وساتل شي او هغه چې مشکوک ګڼل کېږي کېدای شي په الکترونیک ډول وڅارل شي.

+ جرمني به لا ډېر کډوال خپلو هېوادونو ته ستانه کړي

+ سږ کال له جرمني ۵۵ زره کډوال پخپله خوښه وتلي

د هغه په وینا پولیس کولی شي د پناه غوښتونکو د هویت معلومولو لپاره د هغوی د موبایلونو ریکارډ چک کړي. ښاغلي دیمیزر ویلي؛ په یوه قضیه کې چې یوه پناه غوښتونکي ادعا کړې وه د ارېترې تبعه دی، ۹۰ ځله یې سوډان سره ټېلفوني اړیکه نیولې وه.

د جرمني پارلمان به پر نوي وړاندیز بحث وکړي چې د خبریالانو په وینا د سپتمبر میاشتې تر ټاکنو وړاندې د کډوالۍ په اړه د رایه ورکوونکي اندېښنو ته رسېدنه کوي.

د جرمني د کډوالۍ سیاست دوه برخې لري، یو د هغو لپاره چې د پاتې کېدو چانس لري هغه کسان دي چې باید وساتل شي او ومنل شي او بل هغه دي چې پناه نه ورکول کېږي باید له جرمني ووځي.

د انځور حقوق Reuters

د سلګونو زرو کډوالو په منځ زرګونه افغانان هم دي چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنه کړې ده. ددوی له منځه تراوسه یو شمېر هغه کسان بېرته خپل هېواد ته استول شوي چې غوښتنې یې نه دي منل شوي.

جرمني تېر کال د ۸۰ زره کسانو د پناه غوښتنه رد کړه او هغوی یې بېرته خپلو هېوادونو ته واستول او د جرمني حکومتي چارواکو ویلي چې دا شمېره به په ۲۰۱۷ کال کې تر دې هم لوړه وي.

داسې انګېرل کېږي چې د جرمني لومړۍ وزیره انګېلا میرکل غواړي په دې توګه د هغو محافظه کارو رایه ورکوونکي ملاتړ خپل کړي چې د کډوالو پروړاندې د هغې د پرانستو دروازو له سیاست نه خوښ نه دي.

جرمني د تېر کال د ډسمبر میاشتې په نیمایي کې د رد شویو کډوالو د اخراج لړۍ پیل کړه او د راپورونو له مخې په پام کې ده چې شاوخوا ۱۱۹۰۰ کډوال بېرته افغانستان ته واستوي.

+ په خپله خوښه له جرمني ستانه شوي افغان کډوال کابل ته ورسېدل

+ جرمني: هغه افغان کډوال چې نه دي منل شوي بېرته افغاستان ته استوي

ملګرو ملتونو نژدې دوه اونۍ وړاندې په خپل راپور کې وویل چې په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې او ۱۱۵۰۰ کسانو ته رسېدلې چې یو پر درېیمه برخه یې ماشومان دي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم پر دې پرېکړې اعتراض کړی او هغه "بشري حقونو ته د درناوي" خلاف بللی او ویلي یې دي چې افغانستان کې "په بېلابېلو وختونو کې په مختلفو ځایونو کې په مختلفونو درجو وضعیت خرابېږي."

خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل؛ د افغانستان شمال او کابل دومره امن دی چې د کډوالو بېرته ستنول "د منلو وړ" کار وبلل شي.

د جرمني حکومت د نورو کډوالو په پرتله د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې له ډېرو نیوکو سره مخ شوی، په ځانګړې توګه چې نژدې څلور میاشتې وړاندې افغانستان او اروپا یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړی دی.