شاته

له اروپا نه شړل شويو افغانانو ته پیسې ورکول کیږي

د افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت وایي هغه افغان پناه غوښتونکي چې د اروپایي هیوادونو نه ایستل کیږي، تر شپږو زرو یورو پورې ترلاسه کوي.

اسلام الدین جرات، د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت ویاند د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل هغه افغان مهاجر چې له جرمني اخراجیږي، د ٧٠٠ نه تر ١٢٠٠ پورې یورو ترلاسه کوي.

ښاغلي جرات همداشان وویل "د اروپایي اتحادیې له نورو هیوادونو لکه هالند، ناروی، سویډن او بریتانیا، څخه د درې کالو په موده کې د دریو څخه تر ٦٠٠٠ پورې یورو ترلاسه کوي". د ښاغلي جرات په وینا د پیسو مرستې په یو ځل نه بلکه په څو قستونو کې کیږي.

اروپایي هیوادونه او د مهاجرت نړیوال سازمان ددغه پروگرام لگښت ورکوي.

د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت ویاند دغه څرگندونې په داسې حال کې مطرح کوي چې ټاکل شوی وه ٥٠ تنه نور افغان مهاجر د چهارشنبې په شپه له جرمني نه اخراج کړای شي او د پنجشنبې په سهار کابل ته راورسیږي.

د جرمني خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د افغان پناه غوښتونکو دغه پنځوس کسیزه ډله د چهار شنبې په شپه له مونیخ بیرته استول کیږي.

د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت د ویاند په وینا د هغه وخت نه چې د "افغانستان او د اروپایي اتحادیې ترمنځ گډه اعلامیه لاس لیک شوی" تر اوسه ٢٠٠ افغان پناه غوښتونکي له جرمني نه اخراج شوي دي.

د جگړې په سختیدو او د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره د هیواد نه د افغانانو د تیښتې بهیر زیات شوی دی. لږ تر لږه ۱۲۰ زره افغانانو تیر کال په اروپایي هیوادونو کې پناه غوښتې ده.

په زور ایستل

په هالند کې د افغان پناه غوښتونکو د فدراسیون مرستیال راتب فقیري د امریکا غږ ته وویل چې د جرمني نه د افغان پناه غوښتونکو ایستل له یو اړخه د بشري حقوقو نه خلاف دي او له بل اړخه د مهاجرینو په اړه د ژنیو د ١٩٥١ کال د کنوانسیون سره مغایرت لري.

ښاغلي فقیري وویل "د افغانستان اوسنی وضیعت داسې دی چې له یو اړخه جگړه روانه ده او له بل پلوه د هغو کسانو لپاره چې بیرته هیواد ته استول کیږي د ژوند حد اقل شرایط نشته. د ژنیو کنوانسیون په زغرده وایي چې هر کله د یو فرد ژوند له گواښ سره مخامخ وي، باید بیرته هغه هیواد ته وانستول شي".

یو افغان مهاجر فواد امرخیل، چې شاوخوا یو کال دمخه مجبور شو چې له جرمني نه افغانستان ته لاړ شي د امریکا غږ ته وویل چې افغانستان ته له بیرته تللو وروسته د مهاجرت نړیوال سازمان IOM هغه ته ۱۴۰۰ یورو ورکړل. د ښاغلي امرخیل په وینا دغه اندازه پیسې د نوي ژوند پیل کولو ته بسیا نه دي.

ښاغلي امرخیل وویل "که وغواړئ چې یو کور کرایه کړئ د کور مالک لږ تر لږه د شپږو میاشتو کرایه دمخه غواړي. فرش او ظرف ته هم اړتیا ده. دغه ۷۰۰ او ۱۴۰۰ یورو چې درکوي هیڅ ستونزه نشي حل کولای.

  • 16x9 Image

    عارف عثمانزوی

    عارف عثمانزوی د رادیو، تلویزیون او ویب ژورنالیست دی. د څه دپاسه څلور لسیزو راهیسې یې د افغانستان ملي رادیو تلویزیون، جرمني رسنیو، آزادۍ رادیو او د امریکا غږ په مختلفو برخو کې کار کړی.