مکسیکو د امریکا نوې سرحدي تګلاره رد کړه
مکسیکو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې لارښوونې غندلي چې له مخې یې نژدې ټول ناقانونه کډوال د ویستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
په نویو لارښوونو کې هغه کسان هم مکسیکو ته استول کېږي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، ان که هغوی د مکسیکو وګړي هم نه وي.
خو د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر لوییس ویدېګاراي وایي؛ ددوی هېواد نشي کولی "یو اړخیزې پرېکړې ومني چې یو حکومت یې پر بل حکومت تحمیل کړي."
په دې کې د امریکا کډوالۍ او ملیت قانون د ځینو بندونو عملي کول راځي چې چارواکو ته اجازه ورکوي هغه کډوال چې اسناد نه لري پرته له دې چې د هغوی ملیت ته وګوري، مکسیکو ته یې واستوي.
دا لا څرګنده نه ده چې ایا امریکا ددې اجازه لري کنه چې مکسیکو اړ کړي دا بهرني کډوال ومني.
+ امریکا د غیر قانوني کډوالو شړلو لپاره نوې تګلاره اعلان کړې
+ مکسیکو: د ټرمپ د دېوال لګښت به ورنه کړو
خو ښاغلي ویدیګارای د چهارشنبې په ورځ وویل: "موږ به دا ونه منو، ځکه چې ددې کار کولو ته اړ نه یو او د مکسیکو په ګټه هم نه ده."
هغه همداراز د مکسیکو له اتباعو سره د امریکا د چلند څرنګوالي په اړه خبرداری ورکړ.
"د مکسیکو دولت به نړیوالو سازمانونو ته د مراجعې په لړ کې، له ملګرو ملتونو پیل وکړي ترڅو په بهر کې د اوسېدونکو مکسیکویانو لپاره د نړیوالو قوانیونو له مخې د بشر له حقونو، ازادیو او سمو قانوني رویو دفاع وکړي."
دا داسې مهال ده چې لوړپوړي امریکایي چارواکي پر موضوع د بحث لپاره اوسمهال په مکسیکو کې دي.
په پام کې ده د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن او د کورني امنیت رییس جان کېلي د مکسیکو له ولسمشر انریک پینانیتو سره خبرې وکړي او د نویو مقرراتو په اړه معلومات ورکړي. دا خبرې داسې مهال کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې ترټولو ډېرې ترینګلې کچې ته رسېدلې دي.
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر د چهارشنبې په ورځ وویل؛ د "ډېرو ښو خبرو اترو" تمه لري.
اټکل کېږي چې نژدې ۱۱ میلیونه کسان په امریکا کې له اسنادو پرته ژوند کوي چې ډېر ېې د مکسیکو وګړي دي. د کډوالۍ او د پولې کنټرول مساله د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اصلي پروګرامونو دي.
+ د امریکا یوه قاضي د ټرمپ د کډوالۍ فرمان پلي کول درولي
+له مکسیکو سره پر پوله د دیوال لپاره د ټرمپ ځانګړی امر
بارک اوباما د خپلې ولسمشرۍ د اتو کلونو په لړ کې، د امریکا د کډوالۍ ادارې ته دنده ورکړې وه چې ترډېره د هغو ناقانونه کډوالو پر ویستلو یې پام وي چې د جدي جرمونو له امله محکوم شوي یا په دې وروستیو کې د امریکا په پولو کې (دغه هېواد ته د ننوتلو غیرقانوني هڅو په لړ کې) نیول شوي دي.
خو ډونلډ ټرمپ له نوې مصوبې سره شرایط سخت کړي او د نویو لارښوونو د منځپانګې پر بنسټ چې د کورني امنیت ادارې خپاره کړي، د امریکا په ټولو برخو کې به د نژدې ټولو غیرقانوني کډوال ویستل د لومړیتوب په توګه تعقیب شي.