BBC
 شاته

کابل کې درنه چاودنه شوې

پلازمینه کابل کې د یوې درنې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

د دغې چاودنې لامل لا تر اوسه نه دی څرګند خو ځینو رپوټونه وايي‌ چې ښايي‌ لارۍ بم برید وي.

خو له دې وړاندې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو چې چاودنه د ګازو په زېرمې کې شوې ده.

له چاودنې وروسته د ښار په زياتره برخو کې برېښنا پرې شوې ده.

عیني شاهدان وايي‌ چاودنه په ځایي وخت ۱ بجه او ۲۵ دقیقو را منځ ته شوې.